1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلا میرکل نورو هیوادونو ته د کاروبار د انتقالیدو ویره لري

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې په خپله یوه انتباهي وینا کې ویلي دي چې د کارګرو کمښت پر کاروبار منفي اغیزې کوي. میرکل ویره ښودلې چې په دې توګه کیدای شي فابریکې او کاربار نورو هیوادونو ته انتقال شي.

https://p.dw.com/p/3Uqtd
Deutschland | Symbolbild | Flüchtlinge in der Ausbildung
انځور: picture-alliance/dpa/C. Seidel

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په خپله اونیزه وینا کې د کار په بازار کې د کار قوې کمښت ته په اشارې سره وویل چې که وضعیت همداسې وي نو ډیرې کمپنۍ به نورو هیوادونو ته انتقال شي.

میرکل وویل: «مونږ پوهیږو چې ډیرې څانګې او کاروبارونه د مسلکي کارګرو په لټه کې دي. په مناسب شمیر کې د کاري قوې پرته کاروبار نه شي بریالی کیدلی، له همدې امله دا اړينه ده چې مسلکي کسان ولټول شي او د هغو د په کار ګمارنې له پاره هر ډول کوښښ وشي. که نه نو کاروباري ادارې به هجرت کولو ته اړ شي او یقیناً مونږ دا نه غواړو.»

آلمان هیله لري چې نورو هیوادونو ته د فابریکو او شرکتونو د انتقالیدو د مخنيوي په خاطر له اروپایي اتحادیي څخه بهر له نورو هیوادونو مسلکي کارګر او کادرونه ترلاسه کړای شي. د کارګرانو د تشې د ډکولو له پاره نن سبا برلين خپل نظر مکسیکو، ویتنام او هندوستان هیوادونو ته اړولی دی.

د میرکل په حواله آلمان غواړي چې سیمه ایزو خلکو ته ښه روزونه ورکړل شي، څو دغه مسئله تر کنترول لاندې راوستل شي. د اروپایي هیوادونو نږدې ۲،۵ میلیونه وکړي لا پخوا دلته په آلمان کې کار کوي. د میرکل په خبره دا کفایت نه کوي او له همدې امله مونږ باید له اروپایي اتحادیي څخه د باندې هم په خلکو پسې لټون وکړو.

Brüssel EU Gipfel Merkel
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکلانځور: Reuters/Y. Herman

آلمان ته د روزل شویو کارګرو د امیګریشن یا مهاجرت اړوند قانون عملي کیدل به د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پيل شي. تمه کیږي چې وروسته تر هغې به له اروپایي اتحادیي څخه له باندې هیوادونو څخه هم آلمان ته د کارګرو د راتګ په برخه کې سهولت رامنځته شي.

میرکل دغه څرګندونې په داسې مهال کړي دي چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ(د دسمبر میاشتې په ۱۶ نیټه) به په برلين کې داسې یوه غونډه ترسره شي چې په هغې کې به د حکومت او غیر دولتي ادارو د استازو ترڅنګ د کارګرانو د اتحادیو نمائندګان هم حضور ولري.

په دې غونډه کې به په ښه توګه د مسلکي کارګرو د راغوښتلو یا امیګریشن د قانون د عملي کیدو پر سر بحثونه وشي. تمه کیږي چې د دې غونډې په پای کې به د ښکیلو اړخونو ترمنځ پر یوه ګډ تفاهم لیک موافقه رامنځته شي.

آلمان د برقي او میخانیکي انجینرۍ، آشپزۍ، نرسانو، د پاخه عمر درلودونکو د پالنې په برخه کې او همدارنګه د کمپیوټر او سافټ ویر په برخو کې د کارپوهانو ترڅنګ، د اوسپنې یا فولادو د صنعت په برخه کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

دویچه ویله/ش.ن/ا.ا