انځوریز رپوټ: په نړۍ کې تر ۱۵ میلیونو ډیر وګړي آلماني ژبه زده کوي
په ټوله نړۍ کې ۱۵،۴ میلیونه انسانان د بهرنۍ ژبي په توګه د آلماني ژبې په زده کړې بوخت دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت او د هغه د همکارو سازمانونو شبکې ارزونې ښیې چې د آلماني ژبې زده کړې ته لیوالتیا مخ پر ډیریدو ده.
پولند
پولنډ هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر خلک یعنې شاوخوا ۲ میلیونه کسان پکې د آلماني ژبې په زده کړه بوخت دي. د دې یو دلیل د دواړ هیوادونو نږدې اقتصادي مناسبات او جغرافیاوي نږدیوالی دی. خو سره له دې هم له کله راهیسې چې انګلیسي ژبه په دغه هیواد کې د لومړۍ خارجي ژبې په توګه انتخاب شوې ده، د هغو کسانو شمیر چې آلماني زده کوي کم شوی دی.
فرانسه
په فرانسه کې دا خبره مشهوره ده چې آلماني یوه مشکله او د نخبه ګانو ژبه ده، خو سره له دې هم په فرانسه کې ۱۹ سلنه زده کوونکي آلماني زده کوي چې شاوخوا ۱،۱۹ میلیونه کسان کیږي. له دې ډلې ۹۷ سلنه یي په ښوونځي کې آلماني زده کوي. د آخن د همکاریو تړون چې په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان او فرانسې تر منځ لاسلیک شو، د آلماني ژبې د دزده کوونکو شمیر به لا زیات شي.
مصر
له پخوانۍ سروی څخه چې په ۲۰۱۵م کال کې شوې وه، په مصر کې د هغو کسانو شمیر ۶۰ سلنه زیات شوی چې آلماني زده کوي. یعنې له ۲۶۲ څخه ۴۰۵ ته لوړ شوی دی. د مصر حکومت په پام کې لري چې تر اووم ټولګي وروسته په ټولو دولتي ښوونځیو کې آلماني ژبه د دویمې خارجي ژبې په توګه تدریس شي. همدارنګه د هغو پوهنتونونو شمیر چې د آلماني ژبې تدریس پکې کیږي له ۱۲ څخه ۳۶ ته لوړ شوی دی.
مکسیکو
د مکسیکو په پوهنتونو کې نږدې نیمایي (۴۶ سلنه) محصلین آلماني ژبه زده کوي. یو پر څلورمه برخه د دوی د پاخه عمر درلودونکو له پاره د آلماني ژبې د زده کړې په صنفونو کې ګډون کوي. مکسیکو یو له هغو هیوادونو څخه دی چې آلمان ترې ماهره کارګر جذبوي.
کینیا
له پخوانۍ سروې تر اوسه پورې د هغو کسانو شمیر دوه برابره شوی دی چې آلماني ژبه زده کوي. پنځه کاله مخکې دغه شمیر ۶۰۰۰ وو اوس ۱۳۰۴۵ تنو ته رسیدلی دی. د هغوی ډيری په آلماني ښوونځیو کې ژبه زده کوي او موخه یي په آلمان کې کار یا تحصیل وي.
هندوستان
په هند کې شاوخوا ۲۱۱ زره کسان د آلماني ژبې په زده کړه بوخت دي چې دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۵۷۰۰۰ تنه زیات دي. په داسې حال کې چې د هند په ښوونځیو کې آلماني ژبه تر فرانسوي وروسته ده، خو په پوهنتونو کې د آلماني ژبې زده کړې ته د زمينې مساعدول مخ پر ډیریدو دي. د هغو کسانو شمیر چې په پوهنتونونو کې آلماني زده کوي له ۲۳۰۰ څخه ۳۰ زرو ته لوړی شوی دی. هندیانو ته هم آلمان د کار او تحصیل په خاطر یو جذاب هدف دی.
روسیه
په روسيه کې د آلماني ژبې د زده کوونکو شمیر وروسته له کلونو کمښت څخه بیرته زیات شوی دی. له ۲۰۱۵م کال څخه تر اوسه پورې پر دې شمیر ۲۵۰ زره تنه زیات شوی او ۱،۸ میلیونه تنو ته رسیدلی دی. د دې ډیریوالي دلیل هم شاید په تعلیمي نصاب کې اصلاحات وي چې د دویمې خارجي ژبې زده کول یي اجباري کړي دي: لیکواله ګریتا هامن/ ش.ن/ ن.ز