انځوریز رپوټ: له شاه امان الله څخه تر اشرف غنې پورې د آلمان او افغانستان اړیکي
آلمان او افغانستان ډیر تاریخي اړیکې لري. په دې انځوریز رپوټ کې د شاه امان الله خان څخه نیولې بیا تر ولسمشر اشرف غني پورې له آلماني چارواکو سره د ملاقات او د دغو هیوادنو تاریخي دوستې نندارې ته وړاندی شوې.
برلین ته د شاه امان الله خان سفر. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان د هغه وخت د آلمان ولسمشر فون هیندنبورگ، په برلین کې شاه امان الله ته هرکلې ووایه. امان الله خان په آلمان کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې شاه امان الله خان له خپلي مېرمني، زوم(سردار محمد حسن خان) او یو لوړ رتبه پلاوي سره د برلین لرتر مرکزي تمځای ته رسیږي. د آلمان د هغه وخت ولسمشر هیندنبورگ او نور چارواکي د هغه هرکلي ته ورغلي دي.
په دې ځای کې امان الله خان د آلمان له تخنیکي پوهنتون څخه د خپل افتخاري دوکتورا له ترلاسه کولو وروسته خدای پاماني کوي.
د افغانستان پخوانې پادشا محمد ظاهر شاه له خپلې میرمنې ملکه حمیرا سره د آلمان د هغه وخت له ولسمشر هاینریس لوبکه او د هغه میرمنې سره د ملاقات پر مهال.
محمد ظاهر شاه په سروبي کې د بریښنا بند د پرانستې پر مهال. دغه بند د آلماني شرکت زیمنس له خوا جوړ شوې دوو.
په افغانستان کې د شاهي نظام تر پاشل کیدو وروسته آلمان او افغانستان چندان ښې اړیکې نه درلودې. په افغانستان کې د جگړی د لمن له پراخیدو سره د دغو دواړو هیوادونو اړیکې د نشت سره برابرې شوې. خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر رڼگیدو وروسته (۲۰۰۱ کال) د افغانستان له پاره لومړنې برخلیک ټاکونکي کنفرانس د آلمان په بن ښار کې جوړ شوې وو.
دا ځای پترزبورگ نومیږي چې د آلمان په بن ښار کې موقعیت لري. په آلمان کې د افغانستان په اړه کنفرانسونه په همدې ځای کې جوړ شوې دي.
د ملگرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال فرانسیس وندرل(کیڼ خواته) د بن په کنفرانس کې(۲۰۰۱) د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر براهیمي سره د خبرو پر مهال.
د آلمان پخوانی صدراعظم گرهاد شرودر په کابل کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره.
د وخت په تیریدو سره د آلمان او افغانستان تر منځ خپل منځي اړیکو قوت وموند او د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ تگ راتگ ډیر شو. په ۲۰۱۱ کال کې یو وار بیا پخوانې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د وضعیت په هکله په پترزبورگ په ماڼې وینا وکړه.
د بن تر دویم کنفرانس وروسته ولسمشر حامد کرزی په ۲۰۱۲ کال کې یو وار بیا آلمان ته راغې او په برلین کې یې د آلمان له صدراعظمې انگلا مرکل سره ولیدل. دا وار له افغانستان څخه د آلمان د جنگي سرتیرو د وتلو او له دغه هیواد سره د اوږدمهال مرستو موضوع مطرحه وه.
د ۲۰۱۴ کال په وروستیو ورځو کې ولسمشر اشرف غني برلین ته سفر درلود، په دې وخت کې د آلمان جنگي ځواکونه له افغانستان څخه د خپلو کورونو ته د راگرځیدو په حال کې ول. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان صدراعظمې یو وار بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو د جاري ساتلو ژمنه نوې کړه او وی ویل چې افغانستان به یوازی پرې نږدي.