انځوریز رپوټ: د نړۍ تر ټولو زړه راښکونکي آبشارونه
کله چې اوبه د غرونو له لوړو په زور او شور سره ځمکې ته را لویږي، د انسان ذهن ته د سکون او آرامتیا یو ځانګړي احساس وربخښي. د نړۍ د تر ټولو لس ښایسته آبشارونو انځورونه او تفصيل په دې انځوریز رپوټ کې لوستلی او کتلی شئ.
د وکټوریا آبشار
د افریقا براعظم دغه آبشار په نړیوال کلتوري میراث کې شامل او د دوو هیوادونو زمبیا او زمبابوی ترمنځ ویشل شوی دی. دا د نړۍ تر ټولو پراخ آبشار دی. د ورښتونو د کمیدو له امله د زیمبزي په سیند کې اوبه مخ پر کمیدو دي چې پر دې آبشار هم خپلې اغیزې لري.
نیاګرا فال
نیاګرا فال د امریکا او کاناډا په سرحد کې واقع دی. کله چې ورښتونه ډیر وي، نو له دې آبشار څخه د را بهیدونکو اوبو شور هم ډیر زیات وي. د دې آبشار ننداره ډیره په زړه پورې ده. په نیاګرا فال کې درې آبشارونه شامل دي چې یو یي امریکای فال، بل یې برائیدل ویل فال او بل یي هارس شو فال نومیږي.
ایګواژو آبشار
د ایګواژو آبشارونو لړۍ د برازیل او ارجنټاین هیوادونو ترمنځ واقع دی. دلته نږدې ۳۰ کوچني او لوی آبشارونه په یوه آبشار کې چې ۷۰۰ متره پراخوالی لري یوځای کیږي. دا سیمه هم په نړیوال کلتوري میراث کې شامله ده. د پلي تلونکو له پاره اوبو ته نږدې یو پول جوړ شوی دی، څو سیلانیان د آبشار له زړه راښکونکو منظرو څخه خوند واخلي.
د بین جیوک دوشیئن آبشار
د چين او ویتنام په سرحد کې واقع دغه آبشار هم د طبیعت د ښکلاء یوه ننداره ده. دا د کوائې سون سیند دپاسه پروت دی چې ۳۰۰ متره پراخوالی لري. له می میاشتې نیولې بیا تر سپټمبره پورې په دې سیند کې د موسمي بارانونو له امله اوبه ډیرې وي. همدا سبب دی چې د کال په دې موسم کې د دې آبشار رونق هم زیات وي.
اینجل فال
د وینزیویلا د اینجل آبشار د نړۍ تر ټولو لوړ آبشار دی چې د آویان تیپویې له غره څخه یې اوبه لاندط تويږي. په دې آبشار کې د ریو چورون د سیند اوبه له ډیرې لوړې نقطې څخه تویږي. دې آبشار ته رسیدل ډیر ستونزمن دی. د ایجل فال ننداره او یا هغه ته رسیدل یوازې د کښتۍ یا الوتکې په وسیله ممکن دی.
ګلفاس
اروپایي هیواد آئس لنډ د اور او واورې ټاټوبی دی. چیرې چې واوره کیږي هلته د اوبو پریماني هم وي او د ګلفاس آبشار دقیق همداسې یوځای دی. اوبه له دوو لوړو څخه په تیریدو ډیرې ژورې نقطې ته رالویږي. د دې آبشار د لیدلو له پاره یوه لاره هم جوړه شوې ده.
سلیا لیند فاس
په آیس لنډ کې په زرګونو لوی او کوچني آبشارونه موجود دي. په سویلي آیس لنډ کې د سلیا آبشار د سیلانیانو له پاره ډیر په زړه پورې دی. دا د سلیالندسا پر سیند واقع دی او سیلانیان د دې سیمې د نورو ښایسته منظرو له لیدلو څخه هم خوند اخلي. د ماښام په وخت کې د آبشار د اوبو رنګ یوه ځانګړې ښلاء پيدا کوي.
وضود آبشار
وضود آبشار د مراکش هیواد په الطاس غرونو کې موقعیت لري. دا آبشار د مراکش هیواد په مراکش ایالت کې د الطاس غرونو له لړۍ څخه سرچینه اخیستونکي څو کوچني آبشارونه تشکیل شوی دی. دا په هیواد کې دننه او له بهر څخه راتلونکو سیلانیانو ته تر ټولو په زړه پورې ځای دی. له یوې غریزې خامه لارې څخه په تیریدو سړی کولی شي دې آبشار ته ځان ورسوي او په لاره کې د ځنګلي بیزوګانو ننداره هم وکړي.
پلت وِس جهیل؛ ملي پارک
پلټ وِس جهیل د کرویشیا د ملي پارک یوه برخه ده او په نړیوال کلتوري میراث کې هم شامل دی. ۱۶ جهیلونه د مختلفو ابشارونو له لړۍ سره یوځای شوي دي. دا په کرویشیا کې د سیلانیانو له پاره یو د خوښې ځای دی. د دغو جهیلونو او آبشارونو سیل د پلي مزل ترڅنګ د کښتۍ په وسیله هم کیدلی شي.
رائن فال
د سويس په شیف هاوزن سیمه کې د رائن سیند له نږدې ۲۵ متره لوړوالي څخه یوې پراخې دری ته بهیږي. دا آبشار ډیره ښکلې منظره لري. دا ځای د اروپا د تازه اوبو د لوی جهیل کونستانس څخه یوازې څو کیلومتره لیري پروت دی. د دې منظرې د نندارې له پاره کښتۍ سیلانیان آبشار ته ډیر نږدې ورولي.