انځوریز رپوټ: د ترکیې دوه زره کاله پخوانی ښار پېرګه
ترکیه یو داسې هیواد دی چې د مختلفو تمدنونو او کلتورونو یادګارونه اوس هم پکې باقي پاتې دي. په دې انځوریز رپوټ کې به تاسې ته د دغه هیواد د پېرګه لرغوني ښار په هکله معلومات وړاندې شي.
د پېرګه کنډوالې د یونیسکو سازمان د نړیوال کلتوري میراثونو په فهرست کې شاملې دي
د ترکیې له مشهور ښار انتالیا څخه په لږ واټن کې د پېرګه لرغوني ښار یوازې کنډوالې او ځینې دیوالونه باقي پاتې دي. دغه ښار د یونیسکو سازمان د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې هم شامل دی.
د پیرګه ښار ولې دومره مهم دی؟
د پیرګه ښار یوازې د دغو کنډوالو له کبله مشهور نه دی، بلکې دا د هغو څو لرغونو ښارونو څخه یو دی چې نن هم په خپل اصلي شکل کې باقي پاتې دی. دا زرګونو کاله پخوانی ښار اوس هم هلته تلونکي سیلانیان د تیرې زمانې د یوه شانداره ښار د تصور پر لور له ځان سره بیایي.
پېرګه یو له ډیرو لرغونو ښارونو څخه دی
دا ښار نږدې ۲۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. د لرغونپوهانو په اند د پېرګه ښار په دویم او دریمه عیسوي پیړۍ کې د خپل تمدن په اوج کې و. هلته د موجود ساختماني زیربنا پاتې شوي د رومي سلطنت د تمدن د انځور ښکاریندویي کوي.
د ښار داخلي دروازې
دې لرغوني ښار ته د ننوتلو پر مهال هلته موجود دوه برجونه یا مینارونه د سیلانیانو پام ځانته را اړوي. دا یو وخت د پېرګه ښار دروازه وه.
د اوږد سړک په پای کې یوه ښکلې فواره
د داخلي دروازې وروسته ۳۰۰ متره اوږد سړک جوړ کړای شوی و. له دې څخه د تیریدو پر مهال د سړي نظر د یوې شاندارې فوارې پر پاتې شوو لګیږي. دې فوارې ته چې وکتل شي، نو انسان په فکر کې لویږي چې زرونو کاله مخکې به دا ښار څومره زړه راښکونکی و.
د ښار زرګونو کاله پخوانۍ زیربنا
د پېرګه ښار پخواني زیربنا ته په کتلو سره داسې معلومیږي چې د دې ښار ډېر اوسیدونکي کاروباري خلک ول. د ښار په منځ کې د سړک دواړو خواو ته به دوکانونه و او د ماښام په وخت کې به په دغو دوکانونو او بازارونو کې د مشتریانو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه.