انځوريز رپوټ: د کرونا وبا پر مهال اختر ته چمتوالی
سږنی کوچنی اختر د کرونا وبا په اوج کې لمانځل کيږي. احتمالا په ډيرو اسلامي هيوادونو کې به اختر د پخوا کلونو په څير نه وي. په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ او اقتصاديٍ ستونزو سربيره، د اختر ترمخه بازارونه خلاص دي. انځورنه!
هرات
د اختر په ميوه کې يوه هم وچه ميوه ده چې په افغانانو کې ډيره رايج ده. شنه، سور او تور مميز، نخود، بادام، سيميان او پسته چې د افغانستان خپل تولیدات هم دي د اختر په ورځو کې د نورو خوږو شیانو سره د هر کور پر دسترخوانونو د ميلمنو له پاره ايښي وي.
هرات
هرات د افغانستان يو د هغو ولایتونو څخه دی چې د کرونا ناروغۍ ډيرې پيښې په کې ثبت شوي دي. خو د دې سربيره د اختر څخه مخکې ورځو کې ډير خلک د ښار په واټونو کې ليدل کيږي.
هرات
د کرونا ناروغۍ او په اړه يې د شته انديښنو سره سره د هرات په ښار کې د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه ډيره ده.
هرات
د اختر څخه د مخه د عادي دوکانونو سربيره د واټونو سر ته سيار دوکانونه هم راوځي.
هرات
سږکال د جګړو او نور طبيعي آفاتو سربيره، د کرونا ناروغۍ هم د خلکو پر اقتصادي وضعيت فشارونه زيات کړل. په افغانستان کې ډيری داسې وکړي شته چې د اختر ميوې د اخیستلو توان نلري.
خوست
د افغانستان شنه مميز، کاغذي بادام او نينې کړي نخود په نړۍ کې نوم لري. دا هم هغه وچه ميوه ده چې په اخترونو کې ډير مصرف لري.
خوست
د اختر په ميوو کې هغه چې تر ټولو ډیر مصرف لري او خلک يې ډير خوښوي هغه په ډيره پیمانه تولیديږي او بازار ته راوځي. په هغو کې يوه هم ميټايي ده.
خوست
د اختر شپو او ورځو په مخې کې د خوست ښار د وچې ميوو د خرڅلاو دوکانه ماسخوتن هم د مشتريانو پر مخ خلاص وي.
خوست
د اختر له پاره د نوو جامو جوړول، پخوانی رواج دی چې اسلامي اساس هم لري. تر مشرانو ډير ماشومان او ځوانان هڅه کوي چې اختر يې په نوو جامو کې ولمانځي. له همدې امله په روژې مياشت کې د جامو د خرڅلاو په دوکانونو کې د مشتريانو ګڼه ګوڼه ډيره وي.
خوست
کيک، کلچي او ميټايان د اختر په ضرروي خوړو يا خوږو کې حسابيري. په دې معنی که يو څوک د اختر له پاره ډيره لږ میوه هم اخلي نو کيک او کلچې په کې وي.
ننګرهار
ښه خبره دا ده چې په افغانستان کې د اختر د ميوو تر ټولو ډيره برخه ېې په خپله افغانستان کې تولیديږي. د اختر له پاره تر ډيره خواږه شيان هم اخیستل کیږي، لکه جلبي، شيرپيره، او نخودي او بادامي نقلونه
خوست
د ښځينو جامې تر ډيره په خپله ښځې اخلي. په افغانانو کې يو دود دا هم دی چې د اختر څخه د کوژده شوي ځوان او ناوې کورنۍ خپل زوم او ناوې ته جامې او ځیني نور شیان اخلي. دغه سوداوې هم تر ډيره ښځې کوي.
خوست
سږکال د کرونا ناروغۍ له امله خلک د اختر له پاره د پخوا په څير ډيره سودا او يا هم کالي نه اخلي. د رپوټونو له مخې ډيری دوکاندارن وايي چې د پخوا په څير سوداوې نشته.
ننګرهار
اختر له پاره خلک يوازې نوي کالي او میوه نه اخلي بلکې نوې څپلۍ او بوټونه هم اخلي. په ننګرهار کې د څپليو د خرڅلاو يو دوکان.
ننګرهار
په روژې مياشت کې پر خياطانو او رخت پلورنکو ډيره ګڼه ګوڼه وي. اختر ته چې لږ ورځې پاتې شي ډيری خياطان بيا تازه مشتريانو ته رسیدګي نه شي کولای نو له هغو څخه معذرت غواړي. ځکه خو خلک له ډير مخکې افدامات کوي.
ننګرهار
د اختر سوداو تر څنګ يو شمير خلک د کرونا په تړاو روغتيايي سپارښتنې لکه د ماسکونو تړل هم رعایتوي. د جلال آباد ښار چې د کرونا له امله مخکې بند وو د اختر په مخه کې د خلکو پر مخ بیرته پرانیستل شو.
ننګرهار
سږنی کوچنی اختر د کرونا وبا په اوج کې راغلی. خلک که له يوې خوا اختر ته خوښي کوي له بل لورې د دغې ناروغۍ څخه ويره هم لري چې د اختر په ورځو کې يې د خپريدا احتمال لا ډير وي.
ننګرهار
په افغانستان کې د ننګرهار خیاطان نوم لري. د روژې مياشتې له پيله پر دوي د مشتريانو بيروبار زياتيږي او دوی هم کارونو ته د رسیدګۍ له پاره شپه او ورځ کار کوي. د روژې میاشت د خیاطانو د کاروبار مياشت هم ده.