انځورونه: چاودېدونکي توکي، کافې او پلاسټيک له حيواني فضوله موادو
باکلان گوآنا ـ څره او چاودېدونکي توکي
دغه مرغه تر اټکل څخه زيات خطرناک دی. د باکلان گوآنا نومي دغه مرغه فوضله مواد تر اندازې زيات فاسفور لري. له همدې کبله د دغه مرغه ياد مواد تر زيات وخت پوري د څري په توګه استعمالېدل او حتی ورڅخه چاودېدونکي توکي يا بارود جوړېدل.
د نړۍ تر ټولو ګران قيمته کافې
خواګرزن خو حقيقت: د زبادياتو د کورنۍ د دغه حيوان له خوا خوړل سوي او بيا په فوضله موادو کي راوتلي د کافې پلۍ د نړۍ تر ټولو ګران قيمته کافې پلۍ دي. ويل کيږي چي د دغې ځانګړي کافې د يو کلو ګرام له پاره شوقيان تر ۱۰۰۰ يورو پوري قيمت ادا کوي.
د مچيو ګبين يا عسل
د نړۍ تر ټولو مشهور د حيواناتو اړخيز توليد د مچيو ګبين دي. د صرف يو کلوګرام عسلو له پاره بايد يوه مچۍ د درو او څلورو مليونو تر منځ ګلانو ته ورسي او يوه دومره لويه فاصله پرواز وکړي چي د نړۍ د کُرې څو چنده کيږي. د مچيو يو خيل چي تقريبا ۶۰ زره کارګرې مچۍ ولري په ټول کال کي د ۲۰ او ۳۰ کلو تر منځ ګبين توليدوي.
د ورېښمنو چينجی
دغه کوچنۍ حشره د نړۍ يو د تر ټولو محبوبو ټوکرانو يا رخت له پاره تار جوړوي. د ورېښمو دغه يو چينجی يو داسي اوږد تار جوړوي چي ۳۰۰۰ متره اوږدوالی لري.