انځورونه: په ايتاليا کې د بنګله ديشانو دوکانونه
په ايتاليا کې د بنګله ديشي مهاجرو دوکانونه او هوټلونه خورا تود بازار لري. دوی د ښارونو په مهمو برخو، د واټونو په غاړه او تاريخي ځايونو کې چي هلته ډیر سيلانيان ورځي، دوکانونه خلاص کړي دي. دلته يې انځورونه کتلای شئ!
پيزا يا پیسا
«پيزا» يا پيسا د ايتاليا له مشهورو ښارونو څخه يو دی. دغه ښار تر ډيره د هغه په کوږ برج باندې مشهور دی. دا نوموړي برج تر څنګ د بنګله ديشانو د بازار يوه څنډه ده. د پيسا کوږ برج هم په انځور کې ښکاري.
د بازار يو بله برخه
دا په اصل کې د پيسا اصلي یا مرکزي ښار نه، بلکه د پيسا برج او کليسا تر څنګ د سيلانيانو له پاره يو ځانګړۍ بازار دی. د دغه بازار مشتريان نژدې ټول سيلانيان دي.
د پيزا د بازار رستې
د پيزا بازار کوچنۍ خو د ګڼو رستو او ډکو دوکانونو څخه جوړ دی. د بازار نژدې ټول دوکانداران بنګله ديشيان دي.
د ايتاليا د تاريخي ځايونو په بڼه سمبوليک شيان
دغه ځوان دوکاندار خپل نوم شاه جهان معرفي کوي. شاه جهان په خپل دوکان کې د پيزا کوږ برج په څير د ايتاليا د مهمو او تاريخي ځايونو په بڼه سمبوليک شيان خرڅوي.
کولتور او اقتصاد
د پيزا په څير بازارنو کې چې خاص د سيلانيانو له پاره دي، که هلته تاسو هر څيز ګورۍ، حتې که هغه يو شال او يا هم یوه پيک خولۍ وي نو تر ډيره بريده په کې د ايتاليا د لرغونو ځايونو نښې يا انځورونه وهل شوي وي.
د پيسا کوچني برجونه
پيسا ښار ته د تلو موخه په اصل کې د هغه له کوږ برج څخه ليدنه ده. هر سيلانۍ چې له دغه برجه کتنه کوي نو بيا هرومرو دې ته هم ليواله کيږي چې له بازاره يو يا دوه کوچني برجونه او يا د برج انځور لرونکی بلوز د سوغات په توګه واخلي.
د انځورګرۍ هنر
د ښار په وروستۍ برخه کې د نديم په نوم يو بنګله ديشی انځورګر خپل سيار دوکان پرانيستی. نديم چې نه غواړي خپله په انځور کې راشي وايي چې کولای شي د انسان مخ ته په کتو د هغه د مخ انځور رسامي کړي. دی وايي چې يو انځور په ۱۵ يورو جوړوي.
دستبندونه او دستکولونه
د دغه دوکان مالک حسين نوميږي چې شاوخوا ۲۷ کاله عمر لري. حسين وايي چې ۱۲ کاله مخکې له بنګله ديشه ايتاليا ته راغلی دی. هغه په خپل دوکان کې د نورو شيانو تر څنګ ډول ډول دستبندونه هم لري.
د روم ښار په مرکز کې
د تازه ميوو دغه دوکان د ښار عمومي سړک پر غاړه دی. له خاونده څخه مې په اردو ژبه وپوښتل چې دا تور انګور کيلو په څو دي؟ ويل:«۷ يورو خو نه کميږي». سړی جدي ښکاريده ځکه مې د نوم پوښتنه ترې ونه کړه.
«الله کا شکر هې»
دی چې ځان مصطفی معرفي کوي وايي چې څلورنيم کاله کيږي له بنګله ديشه ايتالیا ته راغلی دی. مصطفي د روم ښار د اورګاډو عمومي ستيشن ته نژدې د يوه واټ په غاړه د چرمي دستکولونو دوکان لري. هغه وايي چې عکس مې واخله هيڅ خبره نه ده. کله مې چې کاروبار پوښتنه ترې وکړه نو وويل چې: «الله کا شکر هې».
د ايتاليا پيزه
د ايتاليا پيزه نړيوال شهرت لري. خو د روم په ښار کې د پيزاوو اکثره دوکانونه هم بنګله ديشيان چلوي. دغه بنګله ديشي ځوان چې د روم ښار د بسونو او اورګاډو مرکزي استيشن ته څيرمه رستورانت لري وايي چې حلاله ډوډي پخوي.
د نوم په لمړي توري جوړ کيلي بندونه
ترڅنګ د دې چې د نوم په لمړي توري جوړ کيلي بندونه شته، ځينې دوکانونو کې د دې امکانات هم شته چې په لاکت، دستبند، قلم او داسې نورو شيانو د نوم ليکلو فرمايش ورکړل شي. فرمايش سمدلاسه مشتري ته تياريږي.
د ګړيو يا لاسي ساعتونو دوکان
دا هم د روم ښار په منځ کې د واټ د غاړې يو دوکان دی چې د نورو شیانو تر څنګ په کې ساعتونه ايښي دي. هر بنګله ديشی هڅه کوي چې په دوکان کې يې له بل دوکان څخه مختلف جنس ولري.
دا هم د سيلانيانو له پاره ځانګړی دوکان
هر بنګله ديشی هڅه کوي چې دوکان له پاره يې د ښار ښه موقعیت انتخاب کړي. دغه ځوان د روم ښار په داسې يوه سيمه کې دوکان خلاص کړی چې هلته د سيلانيانو بسونو دريږي او سيلانيان ورڅخه ښکته او يا بيرته ور پورته کيږي.
د ژبې مهارتونه
هر بنګله ديشی دوکاندار په انګليسي ژبه خبرې کولای شي. په ايتالوي ژبه هم پوهيږي خو ځينې يې وايي چې اردو يې يا هيره شوې او يا دا چې په ايتاليا کې لوی شوی نو سمه يې نه ده زده. ځای د روم ښار يو واټ
د ليلامۍ بازار هم شته
په روم ښار کې د ليلامۍ دوکانونه هم تر ډيره بريده بنګله ديشيان چلوي. د افغانستان له ليلامۍ فروشيو سره يې توپير دا دی چې جنسونه يې نوي او نرخونه يې ټاکلي دي. دلته چې د چنې وهلو ځای دی بيا چنه نه وهل کيږي. د هر څه نرخ لوي ليکل شوی ځړول شوي دی.
هر ډول پيزاوې
که تاسو ايتاليا ته په چکر ځئ او ايتالوي پيزاوې نه خورۍ او يا هم سمبوليک سوغاتونه نه اخلۍ نو بيا داسې وګڼۍ چې ايتاليا ته تللي نه ياست.
په کولچو او ډوډيو کې نښې
د ايټاليا د روم ښار تاريخي ځايونه حتي په کيک او کولچو او وچې ډوډې کې هم وهل کيږي. لکه دا دوه: د «حقيقت مجسمې» شکل او د روم تر ټولو مشهوره ودانۍ کلوسلوم. انځور اخيستونکی او ترتيب کونکی: محمد کريم صالح