انځورونه: په افغانستان کې د ګالف اوږد تاریخ
د کرکیټ، فوټبال، تکواندو او ډیرو نورو سپورتونو نومونه افغانانو ته اشنا دي خو ګالف بیا یوه له هغو لوبو څخه ده چې نه یې په افغانستان کې امکانات ډیر دي او نه یې هم مینه وال. خو دغه لوبه هلته ډېر اوږد تاریخ لري.
ګالف په افغانستان کې ډیر زوړ تاریخ لري
دا خبره به د ډیرو له پاره د حیرانتیا وي چې افغانستان له ۱۹۱۱م کاله راهيسي له ګالف لوبي سره اشنایي لري. په همدغو کلونو کې امیر حبیب الله خان، افغانان د ګالف لوبي سره اشنا کړل. د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په یوه مقاله کې راغلي دي چې پخپله امیر حبیب الله له ګالف سره ډیره مینه لرله او د افغانستان په څو ولایتونو کې یې د ګالف ميدان جوړ کړی وو.
په افغانستان کې د ګالف وده
د امیر حبیب الله خان له مړیني سره په افغانستان کې له ګالف سره لیوالتیا هم لږ شوه. خو په ۱۹۵۰م کلونو کې هڅي پیل شوې چې افغانستان په سیمه کې د سیلانیانو پر یوه په زړه پوري سیمي باندې واوړي. د کابل ګالف میدان هم په همدې موخه جوړ شو چې ډیر وخت پکښې دباندنيانو او ځینو افغانانو لوبي کولې.
د کورنیو جګړو پیل
په افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیلیدو سره د کابل د ګالف میدان چې قرغې ته نژدې پروت دی هم د نورو ځایونو په شان ویجاړ شو. په دې سیمه کې آن په جګړو کې ښکیلو اړخونو ماینونه ښخ کړل چې لوبه خو لا څه چې د ګرځیدو وړ هم نه وو.
یو ځل بیا ګالف
په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم له ړنګیدو سره د ګالف له میدانه ماینونه پاک شول او دغه سیمه یووار بیا لوبي ته چمتو کړل شوه. د پخوا په څیر بیا هم ډیر هغه بهرنیانو په دغه ميدان کې لوبي کولې چې په افغانستان کې يې دنده لرله.
لږ خو تږي مینه وال
په ۲۰۰۴م کال کې د کابل د ګالف ميدان تر بیا پرانیستلو وروسته ډېر بهرنیان دې سیمي ته د لوبي له پاره راځي. په افغانانو کې که څه هم د ګالف د مینه والو شمیر لږ دی، خو هغه کسان چې له دې لوبي سره اشنا دي په ډیري لیوالتیا او هوډ سره يې کوي.
د افغان ګالفرانو نوی نسل
د کابل د ګالف ميدان ته ډیر تنکي ځوانان هم ورځي. ډېري نړیوالي موسسې له هغوی سره د تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوي چې دغه ځوانان دې ته وهڅیږي چې لوبه زده کړي او په دې ترتیب سره په افغانستان کې د ګالف لوبه وده وکړي.
بهرني عسکر چیري لوبیږي
په افغانستان يوازي همدغه د کابل د ګالف ميدان د مینه والو پر مخ پرانیستی دی خو د امنیتي ستونزو له کبله ډېر بهرنیان نه شي کولای چې هلته په آزاده توګه لوبه وکړي. هغوی د ځان له پاره نور بدیلونه موندلي دي او په خپلو اډو او کار ځایونو کې دغه لوبه کوي.
لوبغالی
دا چې د ګالف ډیر نوموتي لوبغاړي لکه تایګر ودس، افغانستان ته د لوبو له پاره راشی، ښايي امکان و نه لري، خو د کابل ګالف لوبغالی د ډیرو له پاره ځکه په زړه پوري دی چې په دې ځای کې ځمکې او سورې د نورو په پرتله ډیر توپیر لري او له همدې کبله باید لوبغاړي په ګالف کې ډیر مهارت ولري چې ښې پایلي ولري.