انځورونه: پر رواني او جسمي روغتیا د خندا مثبتې اغیزې
ښايي وکولی شو خندا د احساساتو د څرګندونې نړیواله وسیله وبولو. خندا یا مسکا کیدای شي تر یوې اندازې د افرادو له احساساتو څخه پرده پورته کړي. کارپوهان وایي چې خندا کولی شي د انسان پر رواني او بدني روغتیا مثبت تاثیر ولري.
روح او جسم له پاره ګټوره خندا
خندا د دې سبب کیږي چې انسان د ژوند ترخې خاطرې او پيښې وزغمي او خپلې ورځنۍ چارې په لیوالتیا سره ترسره کړي. بیا نو ولې موږ هر یو په خپل ځان کې خپل وړکتوب کشف نه کړو؟
خندا بهترین درمل دي
خندل نه یوازې دا چې انسان ته یو ښه احساس ورکوي، بلکې وینه هم په جریان کې اچوي او د بدن دفاعي سیستم د هضمولو عملیې ته تحریک کوي. د خندلو پر مهال د بدن رګونه پراخيږي او د دې سبب کیږي چې لا ډیر اکسیجن جذب کړي. په هر حال خندا روغتیا ته ګټه لري.
د زړه او رګونو پر سیستم د خندا اغیزې
د ګارډین ورځپاڼې د یوې لیکنې په اساس د څیړونکو یوې نوې څیړنې ښودلې ده چې خندا د زړه او رګونو د درملنې سیستم د فعالیت ظرفیت لوړوي. دغه معلومات د اروپا د زړه او رګونو ټولنې په کلنۍ غونډه کې، په امستردام ښار کې د زړه په اړه تر ټولو ستر نړیوال کنفرانس کې وړاندې شول.
خندا او په بدن کې د آکسيجن جریان ډېرېدل
د یوه رپوټ پر بنسټ خندا په زړه کې دننه د انقباض او انبساط سبب کیږي چې په پایله کې یې په بدن کې د اکسیجن جریان ډیریږي. دا خبره برازیلي کارپوهان د یوې نوې څیړنې په اساس کوي.
د خندلو کوښښ کول
د کارپوهانو په خبره خلک باید کوښښ وکړي چې لږ تر لږه په اونۍ کې دوه واره داسې څه وکړي چې دوی وخندوي. ځکه خندا په بدن کې د اندورفین هورمون د ترشح کیدو سبب کیږي چې التهاب کموي او د زړه او رګونو له روغتیا سره مرسته کوي. خندا همدا رنګه د کورتیزول په شان د شتریس هورمونونو سطحه هم کموي.
د خندا له پاره دلیل
د خندلو له پاره ډیرې بهانې شته دی. تخنول ډیري وختونه د بې اختیاره خندیدو سبب کیږي. ماشومان په دې برخه کې ډیر حساسه دي. دوی په متوسط ډول د ورځې ۴۰۰ ځله خاندي. لویان بیا په ورځ کې یوازې ۱۵ ځله خاندي.
حیوانات هم خاندي
بیزوګان هم لکه د ماشومانو په څیر د تخنولو په مقابل کې ډیر حساسه دي، حتی د بدن په ورته یا مشابه ځایونو کې. خندل ساري هم وي. بیزوګان په لوړ غږ د خندلو پر ځای له خوشحالۍ چیغي وهي.
د خندا تمرین کول
خندا ستريس هم کموي. انسان کولی شي د خندا تمرین وکړي. دلته د برلین په ښار کې یو شمیر خلک را ټول شوي او د خندا کولو تمرین کوي.
نورو ته په زیان اوښتو خندل
له بده مرغه ځینې وختونه چې نور په ناڅاپي ډول له یوې پيښې سره مخ کیږي، خلک خندوي. د بیلګې په توګه که یو څوک د کیلي پر پوستکي وخویږي، نور پرې خاندي. په هر صورت خندا که په هر دلیل وي، د انسان ذهن ته خوښي وربخښي.
د خندا یوګا
ویل کیږي چې یوګا له خلکو سره د ژوند د ستونزمو حالاتو په زغملو کې مرسته کوي. ځکه خلک باید د یوګا ترسره کولو پر مهال پر خپل اوسني یا روان حالت تمرکز وکړي. د خندا یوګا، د خلکو یوه ډله د خندا یوګا د تمرینولو له پاره په یوځای کې سره راټولیږي. ګډون کوونکي وایي کله چې دوی په قهقه سره خاندي نو دا څه لا زیاته خوشحالي وربخښي.
د خندا تاثیر
څېړونکي په دې اړه تحقيق کوي چې آیا خندل لکه جمناستک اغیزمن دی او که نه؟ په هر حال له خندلو سره د بدن ۸۰ عضلې فعاله کیږي، خو جانبي یا ضمني اغیزې یې د خیټې په عضلو کې د وینې د لخته کیدو خطر دی. په دې انځور کې د «خوشبختي همدا شينه ده» په نوم کلب غړي په ګډه سره خاندي.
ټوکې يا فکاهي
طبعاً یوه تر ټولو ساده ټوکه هم خلک خندوي، نو په دې ترتیب ټوکې یا فکاهي ویل هم بې فایدې نه وي. آیا تاسې په کافي اندازه خاندئ؟ آیا نن مو خندلي دي؟ که خندلي مو نه وي، نو کوښښ وکړئ چې وخاندئ.