انځورونه: نازيانو ولې ۹۰ کاله پخوا کتابونو ته اور واچاوه؟
نازيانو ۹۰ کاله پخوا په جرمني کې هغه کتابونه وسوځول چې دوی د خپلې ايډيالوژۍ خلاف بلل. د ۱۹۳۳ کال د می په ۱۰مه په آلماني ژپه ليکل شوي کتابونه د «غير آلماني ليکنو» په نوم د اور د لمبو ښکار شول.
د اوپرا پر ميدان د کتابونو سوځونه
د ۴۰ زرو په شاوخوا کې کسان د ۱۹۳۳م کال د می په ۱۰مه د نازيانو له خوا د کتابونو د سوځونې ننداره کوي.
د مشهورو ليکوالانو کتابونه د لمبو ښکار شول
«له کله راهيسې چې کتابونه ليکل کيږي، سوځول کيږي هم.» دغه حيرانونکې جمله د ايريش کېستنر څخه ده. ياد آلمانی ليکوال ۹۰ کاله پخوا د خپلو کتابونو د سوېځدنې پرمهال حاضر هم و.
هيټلر د هيندنبورګ له خوا لومړی وزير مقرريږي
د نازيانو مشر آدولف هيټلر (ښۍ خوا) ته د ولسمشر پاول فون هيندنبورګ (کيڼ لوری) له خوا قدرت لېږدول کيږي. د ۱۹۳۳م کال د جنورۍ په ۳۰مه پارلماني دیموکراسي پای ته رسيږي او د نازيانو ۱۲ کلنه وحشتناکه واکمني پيليږي.
د پارلمان ودانۍ هم د لمبو ښکار شوه
د ۱۹۳۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه د پارلمان ودانۍ ته هم اور واچول شو. په مارچ کې د نازيانو د «واکمنېدو قانون» په تصويب سره د هغوی قدرت لا زياتيږي. په اپريل مياشت کې سياسي مخالفين او يهودان له دندو لرې او د می مياشتې په ۲مه نېټه صنفي اتحاديې هم منع کړل شوې.
هاينريش هاينه: «چېرته چې کتابونه سوځي، په پای کې انسانان هم سوځول کيږي»
د آلماني ليکوال او شاعر هاينريش هاينه کتابونه هم وسوځول شول. نوموړي په ۱۸۲۰م کال کې لا ويلي وو: «چېرته چې کتابونه سوځي، په پای کې انسانان هم سوځول کيږي.»
د کتابونو د سوځېدنې طراح يوزف ګوبلز
د کتابونو د سوځونې اصلي طراح د نازيانو د تبليغاتو وزير يوزف ګوبلز نوميږي. نوموړی د کتابونو د سوځونې پېښه د راډيو په مرسته خپروي او په هکله يې يو فلم هم جوړوي.