انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل
افغانان په ډله ییزه ټوګه له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي. په وروستي مورد کې نزدې ۳۰۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ورسیدل. په وروستیو وختونو کې پر افغان کډوالو باندې د پاکستان فشار ډیر شوی دی.
افغان چارواکي وایي چې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې له ډلې څخه یې یوازې ۱.۴ میلیونه ثبت شوي دي. په دې هیواد کې ۱.۶ میلیونه نور افغان کډوال په غیر قانوني توګه اوسیږي.
په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو خرابیدل د دې لامل شوي دي چې پاکستان پر افغان کډوالو فشار ډیر کړي.
د افغانستان د کډوالو او بیا ستنیدونکو وزارت ویلي دي چې له اګست میاشتې له پیل راهیسې شاوخوا درې زره افغان کډوال له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
دې وزارت ویلي دي چې د هغو کډوالو له ډلې چې تازه هیواد ته ستانه شوي دي یوازې ۴۵۰ تنه یې د مهاجرت کارتونه لري. د ملګري ملتونه یوازې هغو کډوالو ته نقدي مالي مرستې ورکوي چې د کډوالو کارت ولري.
پاتې کډوال کارتونه نه لري په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته معرفي شوي چې مرستې تر لاسه کړي.
پاکستاني پولیسو په وروستیو وختونو کې ډیر شمیر افغان کډوال په جبر له دې هیواد څخه اخراج کړي دي. پر دې سربیره یو شمیر نور کډوال بیا په پاکستان کې د وروستیو ترهګرو بریدونو په تړاو د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
پاکستان تر اوسه پورې څو وارې د افغان کډوالو د ایستلو له پاره نیټه ټاکلې ده. افغان چارواکي دغه هیواد له کډوالو څخه پر سیاسي ګټه اخیستنې تورنوي.