انځورونه: شولڅ په جنګي جیت کې
د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ له دغه انځور سره مو په نړۍ کې له یو شمېر وروستیو پېښو څخه خبروو. د افغانستان په ګډون په مختلفو برخو کې د ښو او بدو پېښو په ګډون معلومات په انځورونو کې درښیوو.
شولتس سپور په جنګي جیت کې
په آلمان کې دا وخت د ناټو تر ټولو ستر پوځي مانورونه روان دي چې د جون تر ۲۳مې به ادامه ولري. په دغو مانورونو کې د آلمان په لسونو الوتکې ګډون لري. په دغه انځور کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ لیدل کيږي چې د یوې جنګي جيت الوتکې په کابین کې ناست او تر څنګ ېې يو پیلوټ هم لیدل کیږي. دوی دواړه د موسکا په حالت کې چې د خوښۍ ښکارندويي کوي، لیدل کيږي.
د پولیسو زړور او رشوت نه منونکی روباټ
نن ورځ په اکثرو هیوادونو کې د مختلفو مقصدونو له پاره له روباټ څخه کار اخیستنه ډېره شوې ده. په دغه انځور کې د سينګاپور پولیس ليدل کيږي چې له یوه روباټ سره په ګډه د دغه هیواد په چانګي هوايي ډګر کې ګزمه کوي.
ایراني چارواکي په لاتینه امریکا کې
د ایران ولسمشر، ابراهیم رئیسي، لاتينې امريکا ته د خپل سفر پر مهال، له وينزويلا، نیکاراګوا او کيوبا څخه کتنې وکړې. د غیردیموکراټ او واک طلبه هیوادونو انتخاب، کوم چې د سیاسي لحاظه په خپله سيمه کې منزوي دي، په لاتینه امریکا کې د ایران د ديپلوماسۍ ښکارندويي کوي.
ایران کې د اوبو کمښت
په وروستیو ورځو کې د ایران پلازمینه تهران او د کرج ښار مختلفې سېمې د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي. په انځور کې لیدل کيږي چې خلک سطلونو سره د اوبو يو ټانکر ته په نوبت کې ولاړ دي. عيني شاهدان وايي چې د ټانکرونو اوبه هم پاکې نه دي. لا روښانه نه ده چې د اوبو کمښت به څومره وخت دوام ولري.
د ماشیندار په بڼه چلم
په افغانستان کې څو لسیزو جګړو خلک له سولې او امن څخه محروم او جنګي وسایلو لکه ټوپکونو او ګولیو سره اشنا کړي دي. په دغه انځور کې یو قلیون یا چلم ته ورته د تنباکو څکولو یوه وسيله لیدل کيږي چې د کندهار ښار په یوه دوکان کې اېښودل شوې ده. کېدای شي دغه قلیون د وسلو مینه والو ته جالبه وي.
هرات کې لاسي صنایعې
په دغه انځور کې د افغانستان په هرات ولایت کې د کوټو د ډيکور یا ښایست له پاره په لاس جوړ توکي ښودل کیږي. په دغو توکو کې لوښې؛ لکه کاسې او چاينکې هم لېدل کیږي.
د ماشومانو له کار سره د مبارزې نړېواله ورځ
د جون ۱۲مه د ماشومانو له کار سره د مبارزې نړېواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د ارزونو پر اساس، نن ورځ په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه نجونې او هلکان ماشومان، په استثماري شرایطو کې کار کوي. د رپوټونو پر اساس افغانستان هم یو له هغه هیوادونو څخه دی چې ماشومان په کې شاقه کارونه کوي. په انځور کې ایرانی ماشومان ليدل کیږي.
د ایران په چالوس کې سیلابونه
د ایران په مازندران کې په وروستیو ورځو کې سخت بارانونه وشول چې سیلابونه ېې جاري کړل. دغو سیلابونو د جالوس د لوېې لارې ېوه برخه تخریب کړه او له دې نه علاوه ېې ۱۶ کليوالي سړکونه هم بند کړل. د وروښتونو له کبله په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه شوه چې یو شمېر پلونه او کرهڼيزې ځمکې ېې تخریب او مالي زیانونه ېې واړول.
په بن کې د بالون فیستیوال
د آلمان په بن ښار کې د بالون ۱۴م دور فیستوال ترسره شو. دغه څلور ورځنی فیستوال چې د تېرې اوونۍ تر یکشنبې یعنې د جون تر ۱۰مې پورې ېې ادامه درلوده، پکې د درو هیوادونو، آلمان، بلجیم او هالند، ۳۰ ټیمونو برخه اخیستې وه. دغه فیستوال د دویچه ویله په ګاونډ، راین اوې، پارک کې وو چې په زرونو خلک ېې سیل ته راتلل.
په ایران کې توپان، برېښنا او غبار
په انځور کې په تهران کې ېوه ښځه ليدل کيږي چې خپل ټيکری ېې د شدید باد په مقابل کې سپر کړی دی. ایراني چارواکو د جون په ۷مه وويل چې د آب و هوايي وضعیت له کبله د یو ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه شوي چې له دې ډلې ېو ۶۷ کلن سړی برېښنا یا تندر وژلی دی.
د لاس د منځ ګوتې مجسمه د "L.O.V.E" له نښې سره
له مرمر ډبرې جوړه دغه یوولس متره لوړه مجسمه د ایټالیا په میلان ښار کې د بورس ساختمان مخې ته لګول شوې ده. د دغې مجسمې نوم (L.O.V.E) دی چې دغه څلور توري د څلورو کلیمو (آزادی=Liberta)، (نفرت=Odio)، (غچ=Vendetta) او (ابدیت=Eternita) مخففونه یا لومړي حرفونه دي. د دغې ګوتې ښکاره کول چې تاریخ ېې لرغوني روم او یونان ته رسيږي، د نړۍ په اکثرو برخو کې توهین آمیزه مفهوم لري.
په ۳،۴ میلیونه یورو خرڅه شوې تابلو
په انځور کې د نامتو نقاش پابلو پیکاسو یوه تابلو ليدل کيږي چې په وروستیو کې د جرمني په کولن ښار په یوه بولۍ کې په ۲ اعشاریه ۴ میلیونه یورو خرڅه شوه. د بولۍ مسئولینو وویل چې تابلو له هغې بېې چې تمه ېې وه لوړه خرڅه شوه. پیکاسو دغه تابلو چې د هغه د دوهمې ښځې، ژاکلین روک، ده، په ۱۹۷۱ کې وښکله. روک له پیکاسو څخه ۴۶ کاله ځوانه وه چې پیکاسو ېې شاوخوا ۴۰۰ پرترې (یو ډول انځورونه) جوړې کړې.
په کاناډا کې اورلګېدنې
د کاناډا په نوا استوشیا ایالت کې ۱۶ ځایه اورلګېدنې رامنځ ته شوې. تر ټولو لویه هغه ېې د می په ۳۱مه په شلبرن ولسوالۍ (انځور) کې په۲۰زره هکتاره مساحت کې وه. اورلګيدنو له ۲۰زرو ډير خلک بې ځایه کړل او په لسونو کورونه ېې وسوځول. ويل شوي چې په دغو اورلګیدنو کې د فوټبال د څه باندې ۵میلیونه میدانونو په اندازه ساحه وسوځېده.
په ونیز کې د سيند اوبه شنې شوي
د ايټالیا د ونیز ښار په کانال کې اوبه شنې شوي چې د خلکو او چارواکو اندېښنې ېې راپارولي. چارواکو د اوبو آزموېنې ترسره کړي دي. دا لومړی ځل دی چې د ونیز ښار د کانال اوبه په شين رنګ اوړي. په ۱۹۶۸ کال کې یو ارجنټاينی هنرمند، نیکلاس ګارسیا اوریبورو هم کانال ته د ېوې مادې په غورځولو اوبه په شين رنګ کړې وې. د هغه هدف د چاپیريال ساتنې او ککړتیا په هکله د خلکو حساسیت راپارول وو.
افغانستان کې مراکشي ملخان
د افغانستان په شمال کې پر کروندو د مراکشي ملخانو تر یرغل وروسته اوس د ملخانو هګیو اچولو خلک نور هم اندیښمن کړي دي. د ملګرو ملتونو اړونده مسوولین خبرداری ورکوي که یې مخه ونه نیول شي، نو کال ته به یې شمیر څو برابره ډیر شي.
بن سلمان په پاریس کې
د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د جون په ۱۶مه په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر، امانويل ماکرون سره د کتنې پر مهال. بن سلمان او ماکرون په ایلیزه ماڼۍ کې یو بل ته لاسونه ورکړل. د سعودي شهزاده به د فقر او اقليمي بدلون پر ضد یوه ناسته کې ګډون وکړي.
پوتین او افریقايي مشران
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین په اوکراین کې د سولې پلان په اړه له افریقايي مشرانو سره کتلي دي. په انځور کې د متحده عربي اماراتو ولسشمر، شیخ محمد بن زاهد النهیان له پوتين سره په سینت پيترزبورګ کې ليدل کيږي. دغه کتنه د جون په ۱۶مه شوې.