انځورونه: روهنګيا مهاجر ميانمار ته د ستنيدو هيلي نه لري
له ميانماره ګاونډي هيواد بنګله ديش ته په سلونو زره تښتيدلي روهنګيايي مهاجر له يوه کاله راهيسې په يوه بد وضعيت کې ژوند تيروي. دغه مسلمان اقليت چې په يوه سرحدي سيمه کې ميشت دی، له يوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دی.
له شکنجې څخه ويره
له ميانمار څخه تر تيښتې يو کال وروسته هم په زرونو روهنګيايي مهاجر د بنګله ديش او ميانمار تر منځ د «حايل سيمې» په نوم سیمه کې ژوند کوي. تيرکال بنګله ديش او ميانمار هيوادونو توافق وکړ چې دغه مهاجر به بيرته خپلو کورونو ته ستنيږي. خو روهنګيايي مهاجر د شکنجې، د سرپناه د نشتوالي او بې وزلې له بابته انديښنې او ويره لري.
نه مخ ته او نه هم شاته د لارې امکان
که څه هم د «حايل سيمه»چې روهنګيايان پکښې ميشت دي، د دوی د خپل هيواد په قلمرو کې پرته ده، خو له دې سره سره روهنګيايان نه شي کولای بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي. دغه سيمه په ماينونو او اغزن تار لرونکو کټارو سره د ميانمار له نورو برخو جلا کړل شوې ده.
«هير شوی نسل»
دغه وضعيت په ځانګړې توګه د ماشومانو له پاره ډير سخت او دردونکی دی. د خوراکي موادو کمښت او په ناروغيو اخته کيدل دلته د ماشومانو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځيدلې ده. ملګرو ملتونو تر دې مخکې د دغو روهنګيايي ماشومانو په اړه د يو «هير شوي نسل» له خطر څخه خبرداری ورکړی وو.
د خيمو ګڼه ګوڼه
دا د بنګله ديش په کوتاپالونګ کې د مهاجرو کمپ دي چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر کمپ يادیږي. په دغه کمپ کې په سلونو زره روهنګيايي مهاجر په موقتي او کوچنيو خيمو کې ګډ ژوند کوي. دوي اجازه نه لري چې دغه کمپ پريږدي، همدا ډول په دې هم نه پوهيږي چې کولای شي په دغه کمپ کې پاته شي او که نه. پر دغو ټولو سربيره هغوی دلته ځان ته مسجدونه، دوکانونه او کورنه جوړ کړي دي.
د ښې راتلونکې له پاره دعا
روهنګيايي مهاجر په کوتاپلونګ کې له ټولو ستونزو سره سره کولای شي لږ تر لږه خپل اسلامي مراسم په آزادانه توګه ترسره کړي. دغه مهاجر د لوی اختر د لمانځنې پر مهال د خپلې راتلونکې له پاره دعاوې کوي.
له حالاتو سره جوړښت او ژوند ته رنګ ورکول
۱۸ کلنه شفيقه بيګم تر خپلې خيمې لاندې د يوه وخت پخلي په تيارولو بوخته ده. دغي ۱۸ کلني په کوتاپالونګ کمپ کې له خپل يوه هيوادوال ۲۳ کلن صدام حسين سره واده کړی دی. نور روهنګيايي مهاجر هم هڅې کوي تر څو د دې په څير عادي ژوند ته د ګرځيدو لارې پيدا کړي. دلته يوه نسبتا ښه خبره دا ده چې روهنګيايان د ودونو تر څنګ د ماشومانو د زيږون او دا ډول نور کورني جشنونه هم په خپلو کې لمانځې.
د بيرته تگ ناهيلي
بنګله ديش په خپله يو بې وزله هيواد دی، ځکه خو غواړي چې د روهنګيا مهاجر بار يې له اوږو ښکته شي. خو روهنګيايي مهاجر نه غواړي بيرته خپلو کورونو يا هيواد ته ستانه شي. تيرکال د ميانمار پوځ په راخين ايالت کې روهنګيايي مهاجر په سيستماتيک ډول خپلو کورنو پريښودو ته اړ او د هغوی کورونه يې وسوځول. په دې ترتيب دغه مسلمان لږکۍ داسې يو وطن نه لري چې ځان پکښې بيګانه احساس نه کړي.