انځورونه: د«نیس» د پیښې په هکله نړیوال غبرگونونه
د فرانسې د نیس ښار له پيښې سره، چې په ظاهره کې یو ترهگریز برید معلومیږي، په تیرو ۱۸ میاشتو کې دا دریم ترهگریز برید دی چې په دغه هیواد کې ترسره کیږي. د نړۍ خلکو او سیاسي مشرانو له فرانسې سره خپل پیوستون ښودلی دی.
خلک په حیرانیا او اندیښنه کې دي
غمرازي کونکي د فرانسې د «نیس» په ښار کې د پيښې په ځای کې راټول شوي ول. د پنجشنبې په ماښام د یوه لارۍ موټر چلونکي خپل موټر ته د خلکو په منځ کې سرعت وکړ او د ماشومانو په گډون یې ۸۴ تنه ووژل. فرانسویانو د «باستیل» په نوم د فرانسې ملي ورځ جشن نیولی وو.
د فرانسې خلک د غم پر تغر ناست
د ولسمشرۍ د ماڼۍ پر سر د فرانسې بیرغ په نیمه زوړند حالت کې زړیږي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د جمعې په ورځ وویل چې د ۵۰ تنو ټپیانو روغتیایې وضعه ښه نه ده. هغه له خپلو هیوادوالو د پيوستون او یوالي غوښتنه وکړه.
په ټوله نړۍ کې د فرانسوي اتباعو غبرگون
د استرالیا په سندني ښار کې فرانسوي اتباع سره راټول شول اود دغې پيښې د قربانیانو سره سره یې خپله غم رازي څرگنده کړه.
اروپایې اتحادیې هم خپله غم رازي څرگنده کړه
په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې بیرغونه هم نیمه زوړند حالت ته راوستل شوي ول. د اروپایې اتحادیې مشرانو هم د دغې پیښې په هکله خپل خفگان او اندیښنه شریکه کړه. د اروپایې اتحادیې د پارلمان مشر مارتین شولتس، له فرانسویانو څخه غوښتي دي چې د دغې کرکجن عمل پر وړاندی یو موټی پاتې شي.
د ټولې نړۍ په کچه له فرانسې سره پیوستون
د ایټالیا د سوداگرۍ خونې مشرې لوا بولدریني، په ایتالیې کې د فرانسې سفیره کاترین کولونا په غیږ کې نیولې ده. دغه دواړه میرمنې په روم کې د فرانسې د سفارت مخې ته د «نیس» د پیښې قربانیانو ته دعا کوي.
د قربانیانو په یاد د یوې دقیقې خاموشي
په مغولستان کې د «آسیا-اروپا» په سرمشریزه کې د آلمان صدراعظمه او د نړۍ مشرانو د نیس د پيښې د قربانیانو په یاد د یوې دقیقې له پاره خاموشي اختیار کړه. میرکل وویل چې آلمان به د ترهگرۍ پر وړاندی د مبارزې په برخه کې د فرانسه تر څنگ ولاړ وي.
د ښوونځي زده کونکي د قربانیانو له پاره دعا کوي
هندي ماشومان د «باستیل ورځې» د قربانیانو له پاره د دعا لاسونه پورته کړي دي. د نیس په پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د پوروشنکو له خوا د احترام مراتب
د اوکراین ولسمشر پترو پوروشنکو د جمعې په ورځ په کییف کې د فرانسې سفارت مخې ته د گلانو گیډۍ کیښوده او د پيښې قربانیانو ته یې د احترام مراتب وړاندی کړل.
په ټوله نړۍ کې د قربانیانو یاد
یو روسي تبع په مسکو د فرانسې سفارت مخې ته د گلانو گیډۍ ږدي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر فرانسوه اولاند سره د یوه تلیفوني اړیکي په ترڅ کې دا یو ډیر «غچ اخیستونکی او له کینې ډک» عمل وباله.