انځورونه: د ښځو د فوټبال تاريخ
د ښځو فوټبال چي اوس په نړۍ کي ډېر محبوبيت لري، په خپل ۱۲۰ کلن تاريخ کي ئې ډېري سړې و تودې ليدلي دي. په دې انځوريز راپور کي د ښځو د فوټبال تاريخ وړاندي کيږي.
د ښځو لومړۍ فوټبال لوبډله په ۱۸۹۴م کال په انگليستان کي جوړه سوه. د دغه کلب نوم « British Ladies Football Club» وو. تر دې يو کال وروسته بيا څو نور کلبونه هم فعال سول چي ډېر خلک ئې د لوبو و نندارې ته ورتلل.
د شلمي مېلادي لسيږي په لومړيو کي په انگليستان کي د ښځو فوټبال نزدې ۱۵۰ کلبونه فعال ول. د دوی تر ټولو بريالۍ لوبډله د Dick Kerr Ladies F.C. وه چي ټولي لوبغاړي ئې د ماشين جوړولو د مشهوري کمپنۍ Dick Kerr کارگراني وې. (په انځور کي کيڼ)
تر لومړي نړيوال جنگ وروسته چي ډېر نارينه بيرته له جنگه راوگرځېدل د ښځو فوټبال ورځ په ورځ لږېدی. وروسته داسي پېښه سوه چي په ۱۹۲۱م کال کي د انگليستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال له کلبونو څخه وغوښتل چي د فوټبال په برخه کي د ښځو د فعاليتونو ملاتړ نه وکړي. په انځور کي د انگليستان د دوو لېسو د زده کوونکو ترمنځ سيالي.
د ښځو له فوټبال سره مخالفتونه کرار کرار د دې سبب سول چي ښځي د فوټبال له صحنې څخه ليري سي. تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته په آلمان کي ښځو په هره برخه کي د خپلو حقوقو غوښتونکي سوې. په ۱۹۵۵م کال کي د آلمان د فوټبال فدراسيون د کلبونو هغه امر چي د خپلو فعاليتونو يوه برخه دي ښځو ته ځانگړې سي منع اعلان کړ.
په ۱۹۷۰م کال کي د آلمان د فوټبال فدراسیون د ښځو فوټبال په رسميت وپيژاند. په دغې پريکړه کي د اروپا د نورو هيوادونو رول ډېر مهم وو، ځکه هلته د ښځو فوټبال آزاد وو.
په ۱۹۷۰م کال کي د آلمان د ښځو فوټبال لوبډلي (سپين کالي) او دنمارک فوټبال لوبډلي تر منځ سيالي.
په ۱۹۸۲م کال کي د آلمان د ښځو فوټبال ملي لوبډله بيا وټاکل سوه.
په ۱۹۸۹م کال کي په اول وار د ښځو فوټبال اروپايي سيالۍ پيل سوې او آلمان پکښې اتل سو. په دغه وخت کي دوی ته کوم جام ورنه کړل سو، بلکي د قهوې څښلو يو سيټ ورکړل سو.
په ۱۹۹۱م کال کي د ښځو فوټبال لومړۍ نړيوالي سيالۍ د چين په کوربه توب جوړي سوې. په دغو سياليو کي د آلمان په گډون ۱۲ لوبډلو برخه واخيسته. په دغه وخت کي د ښځو فوټبال د لوبي وخت هره نيمايي ۴۰ دقيقې وې نه ۴۵.
په دغو سياليو کي ښځي ريفرياني وې.
د ښځو فوټبال لومړی اتل امريکا متحد ايالات سول. (سپين کالي).
د آلمان د ښځو فوټبال لوبډله چي په لومړي نړيوال جام کي سمه نه وځلېده. وروسته داسي يوه لوبډله سوه چي په اروپا او نړۍ کي ئې سارۍ نه لاره. د آلمان د ښځو فوټبال لوبډله تر اوسه پوري ۸ واري د ارويا اتله سوې ده.
د آلمان د فوټبال ښځينه لوبډله دوه واري په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷م کال کي د نړۍ اتله هم سوه.
په ۲۰۱۱م کال کي په آلمان کي د ښځو فوټبال نړيوالي لوبي.
په انځور کي د فرانسې او آلمان لوبډلو لوبغاړي.
دا د برازيل لوبغاړې مارته ده چي څو واري د نړۍ تر ټولو غوره فوټبالره نومول سوې ده.
په ۲۰۱۱م کال کي د نړۍ اتله د جاپان ملي لوبډله سوه.
د آلمان د ملي لوبډلي کپيتانه او گولکيپره د نړۍ او اروپا غوره لوبغاړې هم ټاکل سوې ده.
د ښځو فوټبال اوومه نړيواله سيالي د روان کال د جون مياشتي له ۶ څخه د جولای مياشتي تر ۵ نېټې پوري په کاناډا کي ترسره کيږي.