انځورونه: د هنگري په سرحدونو کي د مهاجرو ستونزي
د هنگري په جنوبي سرحد کي پناه غوښتونکي له ستخو ستونزو سره مخامخ دي. خو نه غواړي چي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي. په دې انځوريز راپور کي به په هنگري کي د مهاجرو ستونزي بيان سي.
په هنگري کي نابللي مېلمانه
د هنگري لومړی وزير ويکتور اوربان، نور نه غواړي په خپل هیواد کي مهاجرو ته ځای ورکړي. خو مهاجر اوس هم د دغه هیواد سرحدونو ته ځانونه رسوي. د بېلگې په توگه په کليبيا کي دغه مهاجر.
اروپا ته د ننوتلو دروازه
پناه غوښتونکي اروپا ته د ځان رسولو له پاره دغي دروازې ته راځي. د سربستان او هنگري هیوادونو هوکړه کړې ده، چي د ورځي يوازي ۲۰ مهاجرو ته د تيرېدو اجازه ورکړي. له هغه وروسته چي د دوی نومونه ثبت سي، د مرکې له پاره وخت ورکول کيږي چي سرحد ته ورسي. دلته بيا د دوی سندونه بررسي کيږي.
په اداري چارو کي ستونزي
کارونه په سمه توگه پر مخ نه ځي. ۱۸ کلن سوريايي محمد جمال، چي د مرکه کوونکو په ليست کي خپل نوم ولید، کليبيا ته ولاړ، خو يوه سرحدي چارواکي ورته وويل چي په دغه نوم د يوه مصري مهاجر د مرکې وخت وو، نه د ده. هغه اوس نااميده دئ.
بې ملاتړه
په دغه کوچني کمپ کي چي مهاجر د خپلو مصاحبو په تمه شپې او ورځي تيروي، د څښاک اوبو له پاره يوازي يو نل سته. دغه کوچنۍ نجلۍ د يوې ايزدي کورنۍ ده چي له اوونيو راهيسي په دغه کمپ کي شپې او ورځي تيروي.
ټول وخت تر څار لاندي
د هنگري پر دغه سرحد باندي سخته څارنه کیږي، کله چي يو مهاجر تر دغه دېوال واوړي او له پوليسو په تېښته بريالی سي، بيا نو پوليس سپي پسې خوشي کوي. له دې ځايه تښتېدل ډېر گران کار دئ.
تر نورو ځايونو ښه
دغو ماشومانو چي څه وختونه د اروپا په نورو کمپونو کي هم تير کړي دي، کورنۍ ئې وايي چي تر نورو دلته خوشحاله دي.
د بيرته تگ لار نه سته
د کډوالو له پاره د هنگري په سرحد کي د کليبيا کمپ بيا هم تر نورو خوندي دی. دوی وايي په نورو کمپونو کي غلاوي او چور ډېر وو، خو دلته د کرارۍ احساس کوي.
د همدردۍ نه شتون
مهاجر وايي چي په دغه سیمه کي خلک له دوی سره همدردي نه ښيي. دوی وايي ځايي اوسېدونکي په دې نظر دي چي «موږ بايد خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه سو او د خپل هيواد له پاره مبارزه وکړو.»