انځورونه: د نړۍ لس قدرتمني ښځي و پيژنئ
فوربس مجلې د نړۍ د سلو نفوذ لرونکو ښځو ليست خپرو کړ. د دغي مجلې په نظر د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل دغه راز د نړۍ قدرتمنه ښځه ده. په دغه ليست کي هيلاري کلينتن دوهم ځای نيولی دئ.
انگيلا ميرکل
د فوربس مجلې د نړۍ د سلو قدرتمنو ښځو په ليست کي په پنځم پرلپسې وار د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل ته لومړۍ ځای ورکړی دئ. اروپا له اقتصادي بحرانه ژغورل او د اوکراين کړکېچ د له منځه وړلو په برخه کي تلاښونه هغه دلايل دي چي ميرکل ته لومړيتوب ورکوي.
ميرکل
د يادولو وړ ده چي ميرکل په تيرو ۱۲ کلونو کي لس واري د نړۍ په لسو قدرتمنو ښځو کي وه او ۹ واري د فوربس مجلې په ليست کي راغلې ده. مجلې ليکلي دي چی کيدای سي ميرکل په راتلونکو کلونو کي خپل ځای هغي ښځي ته ورکړي چي په دغه ليست کي دوهم ځای لري: هيلري کلينتن.
هيلري کلينتن
د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزير هيلري کلينتن ته فوربس مجلې دوهم ځای ورکړی دئ. کلينتن د امريکا راتلونکي ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړی دئ. کلينتن د خپل مېړه د جمهوري رياست په دوران کي د امريکا لومړۍ مېرن او له ۲۰۰۸م کال څخه د ۲۰۱۳م کال تر فيبروري مياشتي پوري د بهرنیو چارو وزيره وه.
ملیندا گیتس
د بيل گيتس (د مايکروسافت شرکت رئيس) ماينه مليندا گيتس د فوربس مجلې په ليست کي دريم ځای نيولی دئ. مليندا چي د اقتصاد او کمپورتر علوم ئې لوستي دي، په ۱۹۹۴م کال کي ئې له گيتس سره واده کړی دئ. دا اوس د مليندا او بيل گيتس بنسټ د مديريه هيئت غړې ده. مليندا له ۲۰۰۴م کال راهيسي د نړۍ د قدرتمنو ښځو په ليست کي ده.
جنت یلن
جنت يلن چي د فوربس مجلې د قدرتمنو ښځو په ليست کي ئې څلورم ځای نيولی دئ، د امريکا د مرکزي بانک په تاريخ کي لومړۍ ښځه ده چي مشري ئې کوي. ايلن په اقتصاد کي دوکتورا لري او مېړه ئې جورج اکرلاف د نوبل د اقتصاد جايزې په گټونکو کی دئ.
مري بارا
د فوربس مجلې د ليست پنځم ځای د جنرال موترز شرکت مشري مري بارا نيولی دئ. د دغي مجلې د کارکوونکو په خبره بارا په دې توانېدلې ده چي د خپل کار په لومړي کال کي چي د جنرال موتورز شرکت سخت تکاني سوی وو وژغوري، ځکه ئې نو دا د نړۍ په قدرتمنو ښځو کي راوستې ده.
کریستین لاگارد
په شپږم ځای کي فرانسوی حقوقپوهه کريستين مادلين اودته لاگارد راغلې ده. دې چي د فرانسې بېلابېل وزارتونه کړي دي اوس د پيسو د نړيوال صندوق مشره ده. لاگارد په اروپا کي دوهمه څېره ده چي د فوربس مجلې په ليست کي ئې ځای نيولی دئ. لاگارد تيرکال په دغه ليست کي پنځم ځای لاره.
دیلما روسف
د فوربس مجلې د قدرتمنو ښځو د ليست په اووم ځای کي د برازيل جمهور رئيسه ديلما روسف راغلې ده. دغه اقتصاد پوهه او سياستمداره لومړی ښځه ده چي په برازيل کي بيا جمهور رئيسه سوې ده. که څه هم په کورني سياست کي تر نيوکو لاندي ده، خو په نړيوال سياست کي د هغې ډېر قدر کیږي. روسف په ۲۰۱۳م کال د دغه ليست په لس ځای کي وه.
شریل سندبرگ
د فيسبوک اجرائيه مديره شريل سندبرگ د فوربس مجلې له نظره د نړۍ اتمه قدرتمنه ښځه ده. د مجلې په خبره د سندبرگ په مشرتوب فيسبوک توانېدلی دئ چي خپلي گټي زياتي کړي او په ښه ترتيب سره بازار ته وړاندي سي.
سوزان وویچتسکی
د فوربس مجلې نهم ځای د يوتيوپ اوسنۍ مديره سوزان وويچتسکي نيولی دئ. هغه په انترنيت کي ډېره سابقه لري او د هغې د کور گاراژ د گوگل شرکت لومړی د «قوماندې» مرکز وو چي کار ځيني اخيستل کېدی.
میشل اوباما
د امريکا لومړی مېرمن د نړۍ لسمه قدرتمنه ښځه ده. د فوربس مجلې په خبره ميشل اوباما په سپينه ماڼۍ کي پياوړی ځای او زيات نفوذ لري.