انځورونه: د نړۍ ترټولو کړندي اورگاډي
د جاپان د اوسپني پټلۍ مرکزي خدماتو ادارې يو داسي اورگاډی جوړ کړی، چي په يوه ساعت کي ۶۰۰ کيلومتره واټن وهي. په دغه انځوريز راپور کي گړندي اورگاډي ليدلای سئ.
جاپان په دې بريالی سو چي د «Magley» په نوم يو داسي مقناطيسي اورگاډی جوړ کړي چي په يوه ساعت کي نزدې ۶۰۰ کيلومتره واټن ووهي.
د دغه اورگاډي په آزمايښتي سفر کي چي څو ځانگړو مسافرو سفر کړی، ويلي دي چي د سفر پرمهال يې احساس کاو چي الوتکي دي. په پلان کي ده چي دغه گړندی اورگاډی به تر ۲۰۲۷م کاله پوري د توکيو او ناگويا ښارونو ترمنځ سفر کولو ته اماده سي. خو د سفر کولو پرمهال به د اورگادي سرعت په ساعت کي ۵۰۰ وي.
اوس په نړۍ کي تر ټولو گړندی اورگاډی د شانگهای د ښار او هوايي ډگر تر منځ چليږي. دغه اورگاډی په ساعت کي ۴۳۰ کيلومتر واټن وهي. د ښار او هوايي ډکر ترمنځ ۳۰،۵ کيلومتره مسير په ۸ دقيقو کي وهي.
دغه «CRH 380A» اورگاډي چي د پيکن او شانگهای ترمنځ چليږي په ساعت کي ۳۸۰ کيلومتره واټن وهي. په ۲۰۱۰م کال کي دغه اورگاډي د ازمايښت پرمهال په ساعت کي ۴۸۶ کيلومتره واټن وواهه.
آلماني اورگاډي «ICE» په ۱۹۸۸م کال کي د هانوفر او ورتڅبورگ ترمنځ په آزمايښتي سفر کي په دې بريالی سو چي په ساعت کي نزدې ۴۰۶ کيلومتره واټن ووهي. خو دغه اورگاډی اوس معمولاً په ساعت کي ۲۵۰ کيلومتره واټن وهي.
په امريکا کي چي ستري لويي لاري لري او مسافر تر ډيره په الوتکو کي سفرونه کوي، گړندي اورگاډي پکښي نسته. خو له څو کلونو راهيسي يوه خصوصي شرکت «Amtrak» څو گړندي اورگاډي خريداري کړي دي او د واشنگټن او نيويارک ترمنځ په ساعت کي ۲۰۰ کيلومتره واټن وهي.
کوريايانو د ۲۰۱۲م کال په می مياشت کي يو اورگاډی و ازمايه چي په ساعت کي ئې ۴۳۰ کيلومتره واټن وواهه. د دغه اورگاډي په جوړولو کي ۵۰ کوريايي شرکتونو ونډه لرله. په پام کي ده چي «HEMU-430X» اورگاډی د ۲۰۱۵م کال ترپايه پوري ۱۰۰ کيلومتره تېز واټن ووهي څو ښه و ازمويل سي او د توليد امر ئې ورکړل سي.
د هسپانيا گړندي اورگاډي «Talgo» د مادريد او بيلباو ترمنځ په ساعت کي ۲۵۰ کيلومتره واټن وهي او فعاله دي.
د ايټاليا گړندي اورگاډي د ميلان او روم ترمنځ په ساعت کي ۳۶۰ کيلومتره واټن وهي او په يوه وار نزدې ۳۰۰ مسافر انتقالوي.
دغه اروپايي اورگاډی چي بيه ئې ۳۲ ميليونه يورو ده، د بريتانيا، فرانسې او بلجيم ترمنځ فعاله ده او په ساعت کي ۳۳۴ کيلومتره واټن وهي.
ترکيې هم له «Alstom» شرکت څخه ۱۰ اورگاډي رانيولي دي او د انقرې او استانبول ترمنځ مسافر وړي او راوړي. دغه اورگاډی په ساعت کي ۲۵۰ کيلومتره واټن وهي.
روسيې هم په ۲۰۰۵م کال کي د زيمنس کمپنۍ په همکارۍ «Sapsan» اورگاډي رانيول. دغه اورگاډي هم په ساعت کي ۳۵۰ کيلومتره واټن وهي.
ټايوان د جاپان د تکنالوژۍ په مرسته «THSR 700-T» اورگاډي واخيستل او په ساعت کي د ۳۵۰ کيلومتره واټن د وهلو توان لري.
د اسپانيا «تالگو» ماډل اورگاډي اوس سعودي عربستان ته رواني دي او ويل کيږي چي له ۲۰۱۶م کاله به د مکې او مدينې ترمنځ خپل فعاليت پيل کړي.