انځورونه: د روهنګيا مهاجر ماشومانو دردونکی وضعيت
دولس کلن روهنګيايي مهاجر نورحافظ په يوازې سر د خپلې ۹ کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي. پلار يې بنګله ديش ته تر مهاجر کيدو د مخه لادرکه شوی دی. نور حافظ اوس له خپلې مور، خويندو او ورونو سره په بنګله ديش کې په يوه کمپ کې اوسيږي.
کشر خو د کور مشر
۱۲ کلن نورحافظ د بنګله ديش په پالونګ کمپ په سره ګرمۍ کې خپلې چترۍ سره ګرځې او د علاقمندو کسانو پر سر سيوری کوي تر څو يې له هغو يوه اندازه پیسې ترلاسه کړې وي. هغه چې لا ماشوم دی د خپلې ۹ کسيزې کورنۍ سرپرستې ور د غاړې شوې ده.
د يوې يورو ګټل تر ټولو ښه ورځ
نور حافظ وايي. «ځينې ورځې له۵۰ تر ۱۰۰ تاکا ګټم. کله خالي لاس کورته ګرځم. يو تاکا د يور له يو سنت سره برابر ده. په ۵۰ تاکاو سړی کولای شي د کمپ په بازار کې شاوخوا ۲۵۰ ګرام شنه مرچک واخلي. يو خوراک چرګ هم شاوخوا ۱۵۰ تاکا خرخيږي».
«پوځيانو زموږ کورنه وسوځول»
رابعه او ماشومان يې دوه میاشتې مخکې د ميانمار په راخينه ايالت کې له خپل کلي وشړل شول. دغه ۳۳ کلنه ښځه وايي: « پوځيانو زموږ کورنه وسوځول، داسې کورونه يې هم وسوځول چې لا خلک په کې ول. ما ډير کسان وليدل چې په ګوليو لږيدلي او ټپيان ول». دغه کورنۍ د خپل کور تر لاسه ورکولو وروسته د نيکه او نيا کور ته ولاړل، خو يوه ورځ وروسته هلته هم پوځيان ورسيدل.
د اتو ماشومانو مور
نور حافظ په اتو خويندو او ورڼو کې تر ټولو مشر دی. کله چې دوي د خپلې نيا او نيکه کور ته ولاړل او بيا هلته هم ورپسې ميانماري ځواکونه ورسيدل، هماغه وخت د هغه پلار وتښتيد چې تر اوسه لادرکه دی. تر هغې وروسته رابعه د خپلو اتو ماشومانو سره د بنګله ديش پر لور راوخوځيده او توانيده چې ځان د دغه هيواد کوکس بازار ته ورسوي. په کمپ کې د زيات عمر لرودونکي روهنګيايي مهاجر له هغې سره د خپل وس په اندازه مرستې کوي.
مرستو پورې تړلی ژوند
د کوکس بازار په کمپ کې د ميشتو روهنګيايي مهاجرو ژوند د کمکي موادو سره تړلی دی. د نور حافظ کورنۍ هم په همدې ډله کې راځي. روهنګيايانو د تيښتې پر مهال يوازې خپل سر، د هويت اسناد، يو څو قطعې عکسونه او له بارانه د محافظت په موخه يو يو څادر راخيستی وو.
په کمپ کې دننه اضافي لګښتونه
پر مهاجرو يوازې څو قلمه خوراکي مواد؛ لکه: غوړي، عدس او پياز په ويشل کيږي چې دا تر ډيره کافي ندي. له همدې وجې په کمپ کې وړې هټۍ هم خلاصې شوي دې چې په کې د شنه مرچ، ترکاري، د حاملګۍ ضد ګولۍ، سګرت او داسې نور شيان خرڅیږي. خو دلته نرخونه د بازار په پرتله يو څه ګران دي.
نور حافظ په ميانمار کې هم کار کاوه
نور حافظ په ميانمار کې هغه توکي پلورل چې پلار به ېې له سوداګرو رانيول. بې وطنه روهنګيايانو په ميانمار کې د ورستيو راوتلو تاوتريخوالو څخه د مخه هم تعليم ته لاسرسی نه درلود. دغه مسلمان اقليت سره د کار په بازار کې هم تبعيضي چلند ترسره کيده.
د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته ماشومان
د حافظ د هڅو او د مرستندويه سازمانونو د مرستو سربيره د هغوي کورنيو د ژوندانه ډیرو لمړنيو اړتياو ته لاسرسی نه لري. د رابعه دوه تر ټولو کوچني ماشومان، يوه نيمه کلنه فاطمه (په انځور کې) او اته مياشتنۍ محمد، د کمپ د ډيرو نورو ماشومانو په څير د خوارځواکۍ ناروغۍ څخه رنځ وړي. شاوخوا ۶۰ سلنه روهنګيايي ماشومان د اسهال په څير ناروغيو باندې اخته شوي دي.
«هغه د يو ماشوم په څیر چلند نه کوي»
رابعه د حافظ نور په اړه وايي: « هغه هلک دی، خو پوهيږي چې د کور مسئوليت ور د غاړې دی. هغه د يو ماشوم په څير چلند نه کوي.» رابعه د خپلو ماشومانو راتلونکې ته لږ هيلې لري. هغه هيله لري چې نور په بنګله ديش کې يو دوکان خلاص کړي. خو خپله نور بیا کله کله په نورو سوچونو کې ډوب وي؛ لکه: ښوونځي ته د تلو سوچونه او یا هم ملګرو سره د فوټبال لوبې له پاره د وخت پيدا کولو سوچونه. ليکنه: مارا بیرباخ/ پ.ع/ م. ک. ص