انځورونه: د ترکیې په قونیه کې د مولانا جلال الدین د ۷۴۴ تلین په یاد مراسم
د ترکیې تاریخي ښار «قونیې» د ۱۳ پیړۍ ستر صوفي او شاعر مولانا جلال الدین رومي «بلخي» له امله په نړیواله کچه شهرت موندلی. هر کال په دې ښار کې د هغه تلین د دسمبر میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې د لسو ورځو له پاره لمانځل کیږي.
د مولانا د ۷۴۴ تلین په مراسمو کې هر کال د ترکیې له بیلابیلو ښارونو او له ټولې نړۍ څخه د هغه پیروان، سیلانیان او د هغه ستایونکي راځي او په دې مراسمو کې شرکت کوي.
د مولانا د مزار پر دروازه باندې د هغه د پلویانو تګ راتګ ډیر وي او ټول هڅه کوي چې د هغه له قبر څخه لیدنه وکړي.
دې ښار ته د راغلو ټولو کسانو هڅه دا وي چې دوی ټول د مولانا جلال الدین رومي (بلخي) له آخري کور یعنې مقبرې لیدنه وکړي.
د مولانا د مزار په ودانۍ کې د هغه د میرمنې قبر، د ځینو شاګردانو او نورو مهمو روحاني او علمي شخصیتونو قبرونه هم تر سترګو کیږي.
د مولانا د مزار په داخل کې د هغه مقبرې لیدلو له پاره تل ګڼه ګوڼه وي.
د مولانا د مزار په احاطه کې د سلجوقیانو د دورې پر مهال د څښاک د اوبو له پاره جوړ شوی ځای، لا هم د راغلو کسانو تنده ماتوي.
د پاکستان نامتو شاعر علامه محمد اقبال بیا مولانا خپل مرشد ګڼلو. د هغه پر شاعری باندې هم د رومي اغیز پروت دی. له رومي سره د علامه اقبال د زیاتې مینې له امله، د رومي د مزار په احاطه کې د علامه اقبال سمبولیک قبر هم جوړ شوی د ی.
د مولانا د مزار په موزیم کې د هغه د استعمال ځینې توکي لا هم خوندي دي. په دې انځور کې د مولانا ځینې خولۍ هم ښکاري چې نوموړي به کارولې.
دلته د یو درویش د ژوند او ځینو نورو مسائلو د تشریح له پاره له مومو څخه ځینې مجسمې هم جوړې شوي دي.
د مولانا مزار ته څیرمه یو فرهنګي مرکز شتون لري چیرته چې هره شپه په ځايي وخت اته بجې د سماع رقص ترسره کیږي.
په قونیه ښار کې جوړې شوې سیمه ایز خواږه هم دلته د راتلونکو کسانو له پاره جالب دي او زیاتره کسان له دې ځایه خپلو کورنو ته یو څه د سوغات په توګه را نیسي.
د شپې په خوریدو سره د مولانا مزار لا پسې ښکلی کیږي او خپله ښکلا خپروي. د ښار په منځ کې د مولانا جوړ شوی مزار، د ترکیې د قونیه ښار یوه پیژندونکې ځانګړنه ده.