انځورونه: د ايرانۍ انجونو خېزونه
«پارکور» صرف د خپل بدن په قوت له يو ټکي څخه بل ټکي ته د ځان رسولو سپورټ نوم دی. دغه سپورټ نه يوازي يو ورزش بلکه د ژوند يوه فلسفه هم ده. په تهران کي د هغو انجونو انځورونه دلته کتلای سئ چي د خيز وهني دغه سپورټ کوي.
د تهران د لويزان درې لاري سره په پارکو سپورټ مشغولي ايرانۍ اانجوني
دغه انځورونه په تهران کي اخيستل سوي دي
د پارکور ورزش نه يوازي يو سپورټ بلکه د ژوند فلسفه او طرز هم دی.
د دغه سپورټ مقصد يوازي د خپل بدن په قوت او په مناسبو حرکاتو له يو ځای څخه بل ځای ته ځان رسول دی.
پارکور يوازي د آکروباتيک حرکاتو کولو معنی نه ورکوي.
د موانعو څخه تېرېدل او ورڅخه خېزونه وهل په لوړه اندازه ذهني چمتو والي ته اړتيا لري.
د پارکور ورزشکاره ځوانان د تهران د تولد په پارک کي
و مقصد ته د رسېدو له پاره له مناسب حرکت څخه کار اخيستل کيږي او نه د تر ټولو مشکل او سريع حرکت څخه
د پارکور له حرکاتو څخه خېز يا ټوپ وهل، پورته ختل او پروت کول دي.
د ايران په تهران کي د پارکور مينه وال ځوانان او پېغلي
په فرانسوي ژبه هغو نارينه ؤ ته «تراسور» او ښځو ته «تراسوز» ويل کيږي چي د پارکور سپورټ يې خپل د ژوند فلسفه ګرځولې وي.
د پارکور سپورټ خاص تجهيزاتو او اوزارونو ته اړتيا نه لري. معمولا د دغه ورزش ترسره کوونکي ورزشکاران ډېر آرامي جامې اغوندي.
د پارکور سپورټ کوونکي د ژوبلو د مخنيوي له پاره بانداږونه اغوندي.
د پارکور ورزشکاران د نورو اوسېدونکو په پرتله و ښار ته له بل ليدلوري څخه ګوري. له همدې کبله ورته هر ديوال او موانع جلا جلا اهميت لري.
د پارکور مينه وال ځوانان د تهران په پارک کي