انځورونه: د انسان مغزو ته تر ټولو خطرناکې لوبې
ورزش په اصل کې د انسان د روغتیا له پاره یو گټور مصروفیت دی خو په پرله پسې توگه تر اړتيا زيات فشار د انسان روغتیا ته زیان رسوي. دغه زیان په ځانگړې توگه د انسان مغزو ته رسیږي.
ریسلنگ یا آزاده کشتي
ریسلنگ یا آزاده کشتي یوازې یوه ننداره نه ده بلکې په دې لوبه کې د پرله پسې ټپونو له امله د ډیر شمیر پهلوانانو مغزو زیان لیدلې دی. کاناډایې پهلوان بینواټ د ۴۰ کلنۍ په عمر کې خودکشي کړی وه. د داکترانو په حواله په څلویښت کلنۍ کې د هغه د مغزو الزایمر د ۸۵ کلن ناروغه په شان شوې ول.
بوکس
د ډیر فشار لرونکو ورزشونو له امله رامنځ ته کیدونکې ناروغۍ ته چې مغزو ته زیان رسوې داکتران «باکسر سنډروم» وایې. د دې نوم معنا دا ده چې سر ته په پرله پسې توگه ضربه رسول مغزه زیانمنوي چې په پایله کې یې یاداشت کمزورې کیږي، په خبرو کې مشکل پیدا کیږي، د ځان وژنې فکرونه رامنځ ته کیږي او بالاخره د دیمنشیا یا لیونتوب په شان مسائل پيدا کیږي.
امریکایې فټبال
د «باکسر سنډروم» پر ناروغۍ یوازې بوکسران نه اخته کیږي، بلکه د امریکایې فټبال لوبغاړي هم پر دغې ناروغۍ اخته کیږي. د «سائنس» په نامه څیړنزې جریدې په حواله د نیشنل فټبال لیگ لوبغاړو مغزه په یو فصل کې تر ۶۰۰ ډیر ټکانونه ویني . ډیرې وختونه دغه ټکانونه دومره قوي وي چې حتی هیلمټ یا اوسپنیزه خولې هم په دې برخه کې مرسته نه شي کولای.
هیلمت بشپړ حفاظت نه شي کولې
د فټبال ملي لیگ تر ډیرو کلونو پورې دا خبره ردوله چې لوبغاړي د باکسر سنډروم له ناروغۍ څخه زیان لیدلې شي. اوس په دې فټبال کې ځنې قوانین بدل شوې دي څو مغزو ته لږ زیان ورسیږي. په اوس وخت کې سائنس پوهان د یوه داسې مقناطیسي خولې جوړولو په هڅه کې دي چې د ټکانونو یا ضربو قوت راکم کړي.
د یخک یا واورو پر سر د هاکي لوبه
که غواړئ چې ماغزه مو سلامت پاتی شي نو بیا د یخک یا وارو پر سر له هاکي لوبې ځان وساتئ. د«آئس هاکي» په ډیر شمیر لوبغاړو کې هم د باکسرسنډروم ناروغي لیدل کیږي. تصادم که په قصدي ډول وي که کومه پیښه، په پرله پسې ټکانونو او ضربو سره په مغزو کې د یو ډول زیان رسوونکو پروتینو اندازې زیاتیدل پيلیږي.
فټبال
د فټبال یو شمیر لوبغاړي هم د باکسرسنډروم پر ناروغۍ اخته دي چې لامل یې په پرله پسې ډول پر سر د ټوپ وهل یا شوټ کول شمیرل کیږي. په فټبال کې د انسان سر ته رسیدونکي ضربې یا ټکانونه دومره خطرناکه نه وي، څومره چې په امریکایې فټبال او یا د یخ پر سر هاکي کې وي. خو په ظاهره کې بې ضرره ښکاریدونکي ټکانونه هم د انسان مغزو ته زیان رسوي.