انځورونه: د افغانستان د ښځو فوټبال غوره لیگ پیل شو
د افغانستان د ښځو فوټبال دوهم ټورنامنټ د شنبې په ورځ په کابل کې د غوره لیگ سیالیو په څنډه کې پیل شو. د سیالیو په لومړۍ ورځ د بامیان لوبډلي سخته ماته وخوړه.
دغه سیالۍ د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې له لوري د کابل د فوټبال د سیالیو په اصلي میدان کې پیل شوې.
د سیالیو په دوهمه ورځ د هرات او بلخ لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې.
د افغانستان د فوټبال فیدرایسیون د مسوولینو په وینا په دغو سیالیو کې د کابل، بلخ، هرات او بامیان ولایتونو لوبډلو برخه اخيستې.
د بلخ او هرات د چار چاپیره ولایتونو لوبغاړي هم په دغو دوو ټیمونو کې لوبیږي.
د هرات او بلخ ولایتونو ټیمونه لوبه تر ۹۰ دقیقو وروسته په یوه، یوه گول سره مساوي ختمه شوه. په لومړي سر کې هراتۍ نجونو گول وواهه، خو د بلخ نجوني په دې وتوانیدې چې په لومړۍ نیمایي کې لوبه بیرته مساوي کړي.
نجونې لوبغاړې په ښې روحیې سره میدان ته ورننوتې او ډیرو لوبغاړو ویل چې غواړې په راتلونکي کې د افغانستان ټیم د سیمې او نړۍ د ټیمونو سره سیالي وکړي.
د لوبې نندارې له پاره نارینه وو ته اجازه نه وه چې لوبغالي ته ورننوځي او یوازې کورنیو کولای شول چې د دغو سیالیو ننداره وکړي.
ډیرو ښځینه لوبغاړو ویل چې په لومړي سر کې د کورنۍ او ټولنې په منځ کې له ستونزو سره مخامخ وې، ځکه د فوتبالیست په توگه له خنډونو سره مخامخ شول.
خو دغه نجونې په دې توانیدلي دي چې د منطق او استدلال له لاري خپلې کورنۍ راضي کا چې د خپلو ولایتونو په لوبډلو کې ولوبيږي.
اوسمهال په افغانستان کې د ښځو فوټبال ډیر معمول نه دی. په ولایتونو کې د ښځو فوټبال سیالۍ یوازې په سر پټو ځایونو کې تر سره کیږي.