انځورونه: «اوږدې غاړې» درلودونکې نجونې سيلانيانو ته سترګې په لاره دي
د کرونا بحران، د تایلنډ د توريزم صنعت سخت ځپلی دی. د دغه هيواد د کايان سيمې نجونۍ چې د «اوږدو غاړو» په درلودلو شهرت لري، د سيلانیانو بيرته ورتلو ته په انتظار دي. توريزم د تايلند یوه مهمه عایداتي سرچينه ده.
خالی کلي
د کايان کلی د «اوږدو غاړو» درلودونکو نجونو په درلودولو شهرت لري. دغه کلی چې د تايلنډ چیانګ مای ښار په ګاوڼد کې پروت دی، هر کال د سيلانیانو د هجوم شاهد وي، خو اوس د کرونا له وجې دغه خالي ښکاري.
اوږده غاړه د ښايست د معیار په توګه
۳۲ کلنه مو آي د کایان کلي اوسيدونکي ده. دا په خټه هم کايان ده. د دغه کلي نجونۍ له پنځه کلنۍ څخه د غاړې حلقې اغوستل پيلوي چې د وخت په تیریدو سره يې د حلقو شمیر ورزياتوي. هر څومره چې غاړه اوږده وي د لا ډير ښایست په معنی دی.
د ټکټونو د خرڅلاو غرفه هم خالي ده
د کلي په ورودي دروازه کې د ټکټونو غرفې چې په سيلانيانو ټکټونه خرڅوي هم خالي دي. خو د کرونا وبا څخه مخکې به دلته ډير سيلانيان راتلل چې اکثره يې چينایان ول.
د سيلانيانو ته په انتظار کې
د کايان کلي د اوسيدونکو عواید چې تر ډيره د سیاحت پر صنعت متکي دي، اوس عوايد نه لري. له همدې امله دوی په ډيره بې صبرۍ د سيلانیانو بیرته ورتلو ته په انتظار کې دي. په خپله تايلنډي سيلانیان، د بهرنيو سيلانیانو په اندازه د کايان کلي او د هغو د اوږدو غاړو درلودونکو نجونو له لیدو سره علاقه نه لري.
د ماښام له پاره د ډوډۍ تیارول
مو آي، له بانس څخه جوړې د خپلې جونګړې مخې ته اور بل کړی، څو خپلې کورنۍ ته خواړه تيار کړي. دوي ډير ابتدايي خواړه پخوي چې تر ډيره وريجې او کيله په کې ګډوي. د دغه کلي اوسیدونکي حاضر وخت په کافي اندازه پیسې نه لري چې نور خوراکي مواد پرې راونیسي.
د ماشومانو راتلونکې ته انديښنه
مو آي، دوه ماشومان لري چې د یوه عمر شپږ او د بل دوه کاله دی. هغه د خپلو ماشومانو د راتلونکې له پاره ډيره انديښمنه ده. د هغې خاوند کروندګر دی. په حاضر وخت کې دوی يوازې له همدې لارې خپله نفقه پيدا کوي، خو دغه کار هم اوس کله کله پیدا کيږي.
مرستو ته خوشالي
مو آي او د کلي نورې ښځې د کلي په ورودي دروازه کې يې له يوې مرستندویه موسسې څخه د خوراکي موادو مرستې ترلاسه کوي. هغه وايي چې د کرونا څخه مخکې به يې د ورځ څه باندې ۶۰۰ بات (د۲۰ ډالرو معادل) ګټل خو اوس يې عاید صفر دی.
د کورنو پريښودل
د کايان اکثره اوسیدونکي د میانمار دي. اوس چې د دوی کارونه د کرونا له امله په ټپه دريدلي، بيرته میانمار ته ستانه شوي دي. له يوې ستنې شوې کورنۍ د ماشومانو د لوبو یو خرسک پاتې دی.
د ناهیلۍ پر وړاندې مبارزه
که څه هم اوس کایان ته سيلانيان نه ځي، خو مو آي لا هم دغه شيان چې سيلانيان يې د سوغات په توګه اخلي، دلته په ترتيب ږدي تر څو ښايي يو مشتري راشي له دې څيزونو واخلي. کرونا په تايلنډ کې د هغو کسانو ژوند ډير سخت کړی چې عايد يې د توريزم له صنعت سره تړاو لري.