انځورنه: د سیاستوالو د اختر مبارکۍ پيغامونه
مسلمانانو په ټولو اسلامي هېوادونو کې د چهارشنبې په ورځ کمکي اختر ولمانځه. طالب چارواکو، سياسي څېرو او يو شمېر نړيوالو مقاماتو په دې مناسبت پیغامونه خپاره کړي چې د يو شمېر هغو مو په دغه انځور البوم کې راټول کړي دي.
د طالبانو رهبر: د شریعت له تطبیقه نه په شا کيږو
د طالبانو د رهبر ملا هبت الله آخوندزاده د کمکي اختر په مناسبت يو غږيز پیغام خپور شوی چې پکې د طالبانو په منځ کې تفرقې او د دغې ډلې د ناکامۍ لپاره له هڅو خبرداری ورکړی او ويلي یې دي چې دوی سره د نړۍ مشکل د اسلام دين دی او دوی د شريعي احکامو له تطبیقه یو ګام هم شاتګ نه کوي.
«د مقاومت ملي جبهه» د آزادۍ له پاره مبارزه ادامه کوي
د «ملي مقاومت» جبهې په اختريز پیغام کې بریا تر رسېدلو د مقاومت خبره کړې. د دغې جبهې مشر، احمد مسعود، ويلي دي چې اختر په داسې وخت کې رارسيږي چې د هغه په خبره، د آزادۍ له پاره مبارزه د افغانستان په مختلفو برخو کې ادامه لري.
اشرف غني: ملي وقار دې تامين شي
د افغانستان پخواني ولسمشر، اشرف غني، د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان د «ملي وقار» د تامين غوښتونکی شوی او هيله ېې څرګنده کړې چې د افغانستان خلکو پر مخ د پوهې او تمدن دروازې خلاصي شي.
حامد کرزی: تحصیل او کار د نجونو او ښځو مسلم حق دی
د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، په خپل اختریز پیغام کې تحصيل او کار د افغانستان د ښځو مسلم حق بللی او یو ځل بیا ېې له طالبانو غوښتي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د بېرته راتلو او ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي. هغه ويلي چې د هېواد د پرمختګ او آبادۍ له پاره هڅې ملي وجيبه ده او دغه کار له تعلیم او تحصيل پرته ناممکن دی.
امرالله صالح: د اختر او تقابل له پاره مبارزه ادامه لري
امرالله صالح په تېر حکومت کې د افغانستان د ولسمشر مرستیال وو او اوس د طالبان ضد مقاومت له مهمو څیرو دی. هغه په خپل اختريز پیغام کې د هغه په ټکو «د آزادۍ ارمان اختر او د سترې بریا اختر» یادونه کړې او هغو ته تر رسېدلو پورې ېې پر مبارزې ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي: د شخړيزو سیمو د اوسيدونکو یادون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي: د شخړيزو سیمو د اوسيدونکو یادون د نړۍ يو شمېر رهبرانو هم د کمکي اختر مبارکي ويلي دي. په دې منځ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، آنتونیو ګوتریش، د نړۍ ځينو شخړيزو سیمو او فقر په هکله د اندېښنې پر ښودلو اختر مبارکي ورکړې ده. هغه ويلي دا چې خلک په غزه، سوډان او نورو سيمو کې د شخړو او لوږې له کبله اختر نه شي لمانځلی، زړه ېې مات دی.
د آلمان ولسمشر: روژه «په آلمان کې د ژوند یوه برخه ده»
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاین د کمکي اختر د رسيدلو په مناسبت، روژه د آلمان د متنوع ژوند یوه برخه ښودلې ده. هغه ويلي دي چې د روژې میاشتې په پای کې له نورو ټولنو څخه د مسلمانانو هرکلی په آلمان کې یو واقعیت او د ګډ ژوند کولو تمايل او تساهل یوه مهمه نخښه ده.
د امریکا خارجه وزير: ټولو ته سوله او مذهبي آزادي
د امریکا متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن هم مسلمانانو ته د کمکي اختر مبارکي ويلې ده. هغه ويلي چې امریکا متحده ایالت ټولو انسانانو له پاره د سولې او د مذهبي آزاديو تضمين ته ژمن دي.
ریچارد بنیت: د افغانستان روښانه راتلونکي ته کار کوو
د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ريچارد بنت، ويلي دي چې اختر په داسې یو حال راغلی چې هغه د ېوې لا روښانه راتلونکې له پاره چې پکې د ټولو افغانانو اساسي حقونه محفوظ وي، کار کوي.