اندونیزیا ته د ولسمشر غني سفر
۱۳۹۶ فروردین ۱۶, چهارشنبهاعلان
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تمه کېږي افغان ولسمشر او د اندونیزیا جمهوررئيس جوکو ویدودوؤ، پر دوو اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د سولې پر راتلو باندي خبري وکړي.
دې وزارت زیاته کړې ده: «افغانستان د اسلام د معتدله ارښتونو د ودي له لاري د سولې او امنیت پیاوړي کولو په برخه کې د اندونیزیا متحد دی.»
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولي او پخلايني بهیر ملاتر ته خپله ژمنتیا اعلان کړې ده. تمه کیږي چې دواړه هیوادونه به د زده کړي، زراعت او اداري اصلاحاتو په برخه کې موافقې لاسلیک کړي.
په اندونیزیا کې اوس نزدې ۴۰۰۰ افغان کډوال میشت دي او په یوه دریم هیواد کې د قبلیدو په تمه دي. غني تر اندوییزیا مخکې استرالیا ته هم سفر لاره.