م.م.: احتمالاً له ۷۰ ډېر روهنګیا مهاجر «مړه یا لادرکه» شوي
۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعهد مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وويل چې د روهنګیا مهاجرو دغه کښتۍ د اندونیزيا د آچه ایالت په ساحل کې اوښتې ده. یو ان اچ سي آر او د مهاجرت نړېوالې ادارې (IOM) په یوې ګډې اعلاميه کې ويلي دي که چېرته د مړېنې دغه ارقام تائید شي، نو دا به په روان کال کې د خپل ډول د مړينې تر ټولو لوړ شمير وي.
د یو ان اچ سي آر ېوه ویاند، بابر بلوچ، رويترز ته وويل چې په دغه کښتۍ کې شاوخوا ۱۵۱ تنه سپاره ول. هغه وويل له دې ډلې ۵۷ تنه ېې د ځايي چارواکو له خوا ژغورل شوي او پاتې نور ېې «احتمالاً مړه یا لادرکه» دي.
په آچه کې د دغې ادارې يو بل چارواکي فیصل رحمان وويل چې د ژغورل شوي مهاجر په ښه روغتیايي وضعیت کې دي چې د سره صلیب په یو ساختمان کې اوسيږي.
د مهاجرو د کښتۍ د اوښتو خبر د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې هر ځای خپور شو چې کب نیونکو شپږ مهاجر وژغورل. په آچه کې د کب نيونکو یوې ټولنې وويل چې دغه مهاجر وروسته له هغې چې کښتۍ یې د اوبو د لوړو څپو له کبله اوښتې وه، د چپه شوې کښتۍ پر بدنه ولاړ ول.
روهنګیا مسلمان لږکۍ د ۲۰۱۷م کال په اګست کې د میانمار پوځ له خوا سرکوبه کونکو پراخو علمياتو په لړ کې اړ شول چې ګاونډی هېواد بنګله دیش ته مهاجر شي.
روهنګیا مهاجر په وروستيو کلونو کې له بنګله دیش او میانمار څخ اندونیزيا ته د اوبو له لارې مهاجرت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د یو ان اچ سي آر د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې ۲۳۰۰ روهنګیایانو ځانونه اندونیزیا ته ورسول.
دغې ادارې په جنوري کې وويل چې په ۲۰۲۳ کې له میانمار او بنګله دیش څخه اندونیزیا ته د مهاجرت په لار کې ۵۶۹ روهنګیا مړه یا لادرکه شوي ول چې دا له ۲۰۱۴م کال راوروسته د دوی د مړينې تر ټولو لوړ شمېر دی.
(Reuters)mks/bs
له آرشیف څخه: