انحورونه: په بدخشان کې د ځمکې ښویدنې انځوریز رپوټ
په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویدنې په پایله کې د مرگ ژوبلې په هکله بېلابېل ارقام وړاندې کیږي. د بدخشان مرستیال والي دا خبره تائید کړې ده چې تر ۲۵۰۰ زیات کسان لادرکه دي. شاوخوا ۳۰۰ کورونه له منځه تللي دي.
د بدخشان ولایت د ارگو ولسوالۍ خلک وایي چې په لومړي سر کې د یوې تپې په څنډه کې پراته کورونه ځمکې ښویدنې لاندې کړل او نور ډیر شمیر خلکو ځان د مرستې له پاره دغه ځای ته ورساوه.
په لومړي سر کې د ۲۵۰ کسانو د وژل کیدو او د سلگونو کسانو د لادرکه کیدو رپوټونه ورکړل شول. له هماغه لومړي سره چارواکو د ابتدایي وسایلو په واسطه د ژغورنې د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړ.
ځایي خلک وایي چې ډیر شمیر خلکو د بیل او کلنگ په واسطه تر خاورو لاندې شوو خلکو د ژغورنې له پاره په کار پیل وکړ چې په دغه وخت کې د ځمکې ښویدنې دویمې پیښې ډیری خلک لاندې کړل او یو ناورین رامنځته شو.
په بدخشان کې رامنځ ته شوی طبعي ناورین د نړیوالو رسنیو پام ځان ته راوړلی دی. نړیوالو سازمانونو د چمتووالی اعلان کړی دی، تر څو د دغه سیمې ته رسیدگي وکړای شي.
بدخشان غرنی ولایت دی او ډیرې هسکې ژورې لارې لري. ځایي چارواکو د کیندنې او د ممکنه ژوندي پاتي شوو کسانو د راایستلو له پاره د عصري ماشین آلاتو غوښتنه کړې ده. د ۲۴ ساعتونو تیریدو وروسته د خلکو د ژوندي پاتې کیدو هیلې مخ پر کمیدو دي.
د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان «ډبلیو اف پي» او بریتانوي مرستندویه سازمان «مرلین» ځانونه د پیښې ځای ته رسولي دي او تر ۴ زرو زیاتو بې ځایه شوو کسانو سره یې مرستې پیل کړي دي.
ملگري ملتونه د مرستو د همغږي کولو هڅې کوي، خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړی دی چې دغه سیمې ته پر تلونکو سړکونو ښایي درنې موټرې سفر و نه کړای شي او ښایي دغه کار د مرستو رسولو او د ژغورلو د بهیر د پڅوالي سبب وگرځي.
افغان ولسمشر حامد کرزي د دغې پیښې وروسته له خپل دویم مرستیال کریم خلیلي، د اظطراري کمیټې له مشر، د دفاع وزیر او نورو مسولو ارگانونو سره خبرې کړي دي. په پام کې ده چې یو لوړپوړی دولتي هیئت ناورین ځپلو خلکو ته د مرستو د رسیدو په خاطر ډير ژر دغه ولایت ته سفر وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوبما او د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د اوکراین د کړکیچ په تړاو په خپل گډ خبري کنفرانس کې د بدخشان د ناورین یادونه وکړه. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دغه پیښه «د یوې ناوړې تراژیدۍ» په توگه عنوان کړه.
د هندوستان لومړي وزیر منموهن سنگهـ د خپل سفارت له لارې په استول شوي پیغام کې له ناورین ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده. پاکستان او ایران هم د پیښې په هکله خواشيني څرگنده کړې ده او د مرستو ژمنه یې کړې ده.
د بدخشان ولایت له پاکستان، چین او تاجکستان سره گډه پوله لري. لا تر اوسه د دغو هیوادونو له لوري ناورین ځپلو خلکو سره د مرستو کوم اقدام نه دی شوی. ځايي مقامات وایي چې له بې ځایه شوو کسانو سره هر رنگه مرسته کولای شي د هغوی ژوند وژغوري.
نورې په سلگونو کورنۍ د دغسې پیښې د تکراریدو له ویرې د تپو لوړو څوکو ته تللي دي او تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوي. تر ټولو لومړنیو ضرورتونو کې د څښاک پاکې اوبه، خوارکي توکي او کمبلې شمیرل کیږي. ځایي چارواکو له مرکزي حکومت څخه د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې.
د ناټو ځواکونو چارواکي د افغانستان د ملي اردو سره په تماس کې ده، تر څو وکولای شي د هوا له لارې مرستې ورسول شي. د افغانستان اردو او ډیر شمیر امنیتي ځواکونه پر مرستو بار موټرو سره د پیښې د ځای پر لور خوځیدلي دي.
په دغه انځور کې د پیښې تر مخه د آب باریک، کلی لیدل کیږي. کله نا کله د افغانستان خلک د موسمي بارانونو او طبعي ناورینونو قرباني کیږي. سږ کال ډیر ورښتونه وشول. څه موده وړاندې د افغانستان په شمال او شمال لویدیځ کې راوتلو سیلابونو خکلو ته ځاني او مالي تاوانونه واړول.