انجلینا جولي روهنګیا ښڅو سره د لیدو له پاره بنګله دیش ته ځي
۱۳۹۶ آبان ۲۶, جمعهد روان کال د اګست میاشتې په وروستیو کې د میانمار هیواد په راخین ولایت کې د وسلوالو بریدونو او پوځي عملیاتو له امله تر اوسه پورې نږدې ۶۰۰ زره روهنګیا مسلمانان لږکي له خپلو ټاتوبو تيښتې ته اړ شوي او بنګله دیش ته مهاجر شوي دي.
د ملګرو ملتونو له لوري د میانمار په راخین ولایت کې د تاوتریخوالي پیښې په کلکه غندل شوي او دغه کار یې د روهنګیايانو د قومي تصفیې په توګه یاد کړی دی.
د هاليووډ د فلمونو ستورې او د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ځانګړې استازې انجلینا جولي د کاناډا په ونکوور ښار کې د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت یوه پلاوي ته ویلي دي چې هغه [انجلینا جولي] په پام کې لري چې له جنسي زور زیاتیو سره مخامخ شوي روهنګیا میرمنو سره ملاقات وکړي.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې «انجلینا جولي د خپلې وینا په ترڅ کې له میانمار څخه هجرت کوونکو او په بنګله دیش کې میشت د روهنګیايي میرمنو پر وړاندې د جنسي زور زیاتي په هکله خبرې کړي دي.» خو د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې که دا نه دي ویل شوي چې له روهنګیايي میرمنو سره د کتنې له پاره به انجلینا جولي کله بنګله دیش ته سفر وکړي.
د روهنګیا په کړکیچ کې د جنسي زور زیاتیو له امله د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړي استازي پرمیلاپاټن بیا ویلي دي چې هغه به د جرمونو نړیوالې محکمې ته دغه پیښه وړاندې کړي.
په بنګله دیش کې میشت مهاجر روهنګیا مسلمان لږکي ادعا کوي چې د میانمار امنیتي ځواکونه هم په زور زیاتیو کې ښکیل دي. د دوی په وینا د میانمار پوځ د دوی کورنو ته اور اچولی، سړي یې وژلي، پر میرمنو یې جنسي تیري کړي او ان پر ماشومانو یې له زور زیاتي کار اخیستی.
د میانمار پوځ د دوشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړی چې پکښې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنسي تیریو او وژنو ټول تورونه رد شوي دي. دغه رپوټ څو ورځې وروسته له هغې خپور شوی چې پوځ د پوځي عملیاتو مسوول جنرال پر ځای بل کس ټاکلی دی.
په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: