امریکا په یمن کې پر حوثیانو نوي بریدونه کړي دي
۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبهد رسنیو د رپوټونو په حواله امریکا متحده ایالاتو له بریتانیا سره تر خپلو ګډو عملیاتو وروسته، یو وار بیا په یمن کې د حوثي ملیشه و پر سنګرونو بمبارۍ کړي دي. د المسیره تلویزوني شبکې چې د حوثي یاغیانو له خوا اداره کیږي، رپوټ ورکړی دی چې د شنبې (د جنورۍ ۱۳ نیټه) په سهار د دغه هیواد (یمن) په پلازمېنه صنعا کې لږ تر لږه یو هدف تر برید لاندې نیول شوی دی.
سربیره پر دې د «سي ان ان» او نیویارک ټایمز امریکایي رسنیو هم د امریکایي چارواکو په نقل رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد ځواکونو پر یوه رادار سیستم چې حوثیانو ترې استفاده کوله برید کړی دی.
واشنګټن او لندن په یمن کې د حوثي یاغیانو سنګرونه، په سره بحیره کې پر سوداګریزو کښتیو د څو اونیو راهیسې د دغو ملیشه و له خوا د روانو بریدونو په غبرګون کې بمبار کړي دي. دغو دواړو هیوادونو پر شاوخوا ۳۰ هدفونو بریدونه کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دغه بریدونه «بریالي» ارزولي دي او په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړی دی چې پر کښتیو د بریدونو نه درول کیدو په صورت کې به دا ډول بریدونه دوام پيدا کړي: «زمونږ د خلکو او نړیوال تجارت له آزاد جریان څخه د حفاظت په خاطر د لا زیاتو اقداماتو د لزوم په صورت کې، زه د امر کولو په برخه کې ځنډ نه کوم.»
د غچ اخیستلو ګواښ
حوثي یاغیانو هم د دغو بریدونو په غبرګون کې ګواښ کړی دی چې د دغو بریدونو ځواب به ورکړي. د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو پر بنسټ حوثیانو وروسته د کښتیو ضد یو توغندی توغولی دی. دوګلاس سیمس د جمعې په ورځ په واشنګټن کې وویل: «مونږ پوهیږو چې دوی په ځوابي برید کې لږ تر لږه یو توغندلی توغولی دی. خو توغندی پر کومې کښتۍ نه دی لګیدلی.»
حوثیان چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، د تیر کال د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس تر منځ جګړې له پیلیدو وروسته، په سره بحیره کې یو لړ توغندیز او د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.
دغه شعیه مذهبه یاغیان ځانونه د اسرائیل پر وړاندې د «مقاومت محور» یوه برخه بولي چې حماس هم په کې شامل دی. د حوثیانو د څرګندونو له مخې دوی په خپلو بریدونو کې د اسرائیل پورې اړوند کښتۍ په نښه کوي.
د روسیې غندنه
روسیې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت په شورا کې پر حوثیانو د امریکا او متحدینو بریدونه یې غندلي دي. د امنیت په شورا کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا، د تاس خبري آژانس ته ویلي دي چې د جمعې په شپه د برید ترسره کوونکي به په ټوله سیمه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې لمن له پراخیدو سره مرسته وکړي.
سره بحیره یو مهم نړیوال سوداګریز مسیر دی. دغه بحیره د هند ارام سمندر د سویس کانال له لارې له مدیترانې سمندر سره نښلوي او یو مرکزي سوداګریز مسیر هم تشکیلوي چې د نړیوال تجارت تر ۱۲ سلنه برخه د همدې مسیر له لارې ترسره کیږي.
د بیړۍ چلونې ډیر شمیر شرکتونو د حوثي یاغیانو د بریدونو له کبله د سرې بحیرې له لارې تګ راتګ درولی، یا یې هم محدود کړی دی او له نورو مسیرونو څخه استفاده کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا