امریکا له پاکستانه د افغان سولي په اړه جدي اقدامات غوښتي
۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعهد جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحدو ایالاتو لوړ پوړې استازې الیس ویلز د افغانستان او پاکستان تر سفر وروسته بیرته امریکا ته ستنه شوې ده. ویلز د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره هم ملاقات کړي دي. ویلز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو له پاره د پاکستان د اقداماتو هرکلی کړی خو وايي چې د افغانستان د سولې د خبرو د لړۍ له پاره پاکستان اړ دی چې سیاسي ګامونه هم پورته کړي.
نوموړې په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې پاکستان وهڅوو چې له خپلې خاورې د طالبانو مشران وشړي او د کابل له حکومت سره د خبرو د پیل له پاره پر هغوی فشارونه لا ډیر کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو پر وړاندې په خپله خاوره کې د اقداماتو د نه عملي کولو په ځواب کې ولسمشر ترمپ د روان کال په جنوري میاشت کې پر پاکستان باندې د امریکا متحدو ایالاتو مالي مرستې بندې کړي او له دغه هیواد څخه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د افغانستان د حکومت د اوربند په ځواب کې یوازې د تیر کوچني اختر د دریو ورځو له پاره اوربند نافذ کړی وو، خو بیا وروسته د حکومت د لس ورځني اوربند د تمدید په ځواب کې طالبانو د خپلو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
د حکومت د اوربند مودې تر پای ته رسیدو وروسته، ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو امر صادر کړ او په دې توګه د دواړو لورو ترمنځ جګړې یو ځل بیا زور اخیستی دی.