امریکا له افغانستان سره اضافي بشري مرستې کوي
۱۴۰۰ آبان ۷, جمعهد امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت شورا له خوا تر دې اعلان وروسته په روان کال کې په ټوليزه توګه له افغانستان سره او په سيمه کې له افغان کډوالو سره د امريکا بشري مرستې کابو ۴۷۴ ميليونه ډالرو ته رسيږي.
خو ملي امنيت شورا روښانه کړې ده چې دا مرسته به د طالبانو د حکومت له لارې نه بلکې د خپلواکو مرستندويه ټولنو له لارې افغانانو ته ورسيږي.
د ملي امنيت شورا يوې ویاندې امیلي هورن د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «زموږ شریکان به په افغانستان کې د روغتيا، وچکالۍ او خوارځواکۍ په برخو کې نيمګړتياوو ته په کتو سره له انسانانو سره مرسته وکړي.«
ترکيه: له طالبانو سره مرستې ته چمتو يو خو په رسميت يې نه پيژنو
هغې دغه راز زياته کړې دوی به له خلکو سره د سرپنا، اړينه روغتيا پالنه، په ژمي کي اړينه مرسته، بېړنۍ خوراکي مرستي، اوبه او د حفض الصحې په برخو کي مرستي وکړي.
د خوراک نړيوال پروګرام هم د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان تر نيمايي ډېر نفوس به په راتلونکو څو میاشتو کې له لوږې سره مخ شي.
په افغانستان کې د امريکا په مشرتوب ماموريت تر کابو دوو لسیزو وروسته د دغه هيواد د وروستي عسکر له وتلو سره تقريباً دوې مياشتې تر مخه پای ته ورسيد. د اګست میاشتې په نيمایي کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې له افغانستان سره د نړيوالو مرستو زياتره برخه او پراختيايي کومکونه درېدلي دي او په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ هم کنګل شوي دي چې له کبله یې دغه هيواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
ب. ص/ ن. ز (dpa)