امریکا: شل هیوادونه د سره سمندر په نړیوال ائیلاف کې شاملیږي
۱۴۰۲ دی ۱, جمعهد امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د پنجشنبې په ورځ په سره بحیره کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثي یاغیانو د بریدونو په مقابل کې له سوداګریزو بیړیو څخه د حفاظت په خاطر د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف کې د شاملیدو خبر ورکړی دی. د پنټاګون په خبره ممکن ځنې نور هیوادونه هم له دې ائتلاف سره یوځای شي.
امریکا دری ورځې مخکې په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو په مقابل کې د ۱۰ هیوادونو د سمندري ځواکونو د ائتلاف رامنځته کیدو خبر ورکړی وو. په دې ائتلاف کې، چې د «رفاه د ساتنې عملیاتو» نوم ورته ورکړل شوی دی امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، هالنډ، هسپانیا، ایټالیا، بحرین او متحده عربي امارات شامل دي.
دې ائتلاف د سره سمندر په سویل او عدن خلیج کې ګډې ګزمې پلان کړي دي. د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس تر برید وروسته حوثیانو اعلان وکړ چې له حماس سره په پيوستون کې به پر هري هغې کښتۍ برید کوي چې له اسرائیل سره اړیکه ولري.
حوثیانو د نړیوالو کښتیو څيښتنانو ته هم خبرداری ورکړی دی چې د اسرائیل له بندرونو څخه دې استفاده نه کوي.
د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیل په ایلات بندر کې د کښتیو تګ راتګ ډیر کم شوی دی. د ایلات بندر مشر رویټرز ته ویلي دي چې په سره سمندر کې پر کښتیو د حوثیانو له برید راهیسې، په دې بندر کې تجارت شا او خوا ۸۵ سلنه کم شوی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز