امريکا: په ننګرهار کې مو د داعش يو غړی وژلی
۱۴۰۰ شهریور ۶, شنبهد امریکا د مرکزي قوماندانۍ وياند بل اوربان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۸مه) سهار وختي وویل چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې يو پلان کونکی د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی دی.
هغه په دې اړه وويل: «لومړني نښې ښيي چې موږ هدف وژلی دی. موږ پوهيږو چې هيڅ ملکي تلفات نشته.»
خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې آيا په نښه کړل شوی کس د کابل د هوايي ډګر په برید کې په مستقیم توګه ښکيل وو او که نه.
د ځينو رسنيو د رپوټونو په حواله، طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته دا په افغانستان کې د امريکايي قواوو لومړنۍ برید دی چې په ننګرهار کې ترسره کيږي.
په افغانستان کې د اسلامي دولت يا داعش شاخه چې د داعش خراسان په ډله یادیږي، د کابل د هوايي ډګر برید مسئولیت منلی دی. په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون په لسونو افغانان ووژل شول.
د امريکا ولسمشر، جو بایدن د پنجشنبې په ورځ د برید د غچ اخیستنې په خبرداري سره وویل: «موږ به يې ونه بخښو، موږ به يې هیر نه کړو.»
په عین حال کې د متحده ایالاتو هغه ځواکونه چې لا هم په کابل هوايي ډګر کې پاتې دي، د نورو تروریستي ګواښونو له کبله د لوړې درجې تیارسۍ حالت کې دي.
سپينې ماڼۍ ويلي دی چې راتلونکې ورځې به له افغانستانه د ایستلو د ماموریت تر ټولو خطرناکه ورځې وي، خو بایدن د جمعې په ورځ ټينګار وکړ چې امریکا به د ایستلو پروسې ته دوام ورکړي.
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت، د شنبې ورځې په سهار د امریکايي اتباعو د امنيت په تړاو یو نوی خبرداری خپور کړ.
سفارت په دغې تازه وینا کې ويلي دي چې د هوايي ډګر په اببې، ختيځې، شمالي او یا د کورنيو چارو وزارت په نوې دروازه کې میشت ټول امریکايي اتباع بايد فورا دغه سيمې پریږدي.
همدا ډول ټولو امريکايي اتباعو ته دغه هوايي ډګر ته د سفر کولو خبردرای هم په خپل حال پاتې دی. امریکا متحده ایالات او د هغوی متحدان هڅه کوي چې د اګست تر ۳۱مې پورې د ایستلو ماموریت بشپړ کړي. د اګست ۳۱مه طالبانو او امريکا تر منځ د شوې هوکړې له مخې وروستۍ نيټه ده.
د آلمان پوځ خو آن د پنجشنبې په ورځ خپل د ایستلو ماموريت ودرواوه. د څه باندې ۵۰۰۰ کسانو په ډله کې چې راوښکل شوي شاوخوا ۵۰۰ آلمانيان او له ۴۰۰۰ ډير نور يې افغانان دي.
آ/م.ک.ص./ا.ا.