1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د قاشقجي د وژل کیدو په تړاو پر سعودي بندیزونه ولګول

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي چې له ۲۱ سعوديانو څخه د امریکا ویزې بیرته واخلي او که یې نه لري نو پر ورکړي به يې بندیز ولګوي. دغه پریکړه په ترکیه کې د جمال خاشقجي تر وژل کیدو وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/375Hh
USA, Washington: Trump hält eine Kabinettssitzung im Weißen Haus
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سعودي عربستان له خوا د جمال قاشقجي، د وژل کیدو له پاره وړاندې شوی وضاحت «بشپړه ناکامي» بللې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ، د سعودي عربستان هغه هڅې وغندلې چې غواړي د قاشجقي د وژل کیدو پړه پر «یاغې وژونکو» باندې واچوي.

اردوغان پر ریاض باندې غږ وکړ چې له لوړپوړو نیولې بیا تر ټیټو چارواکو پورې وڅیړي چې د پیښې عاملین وموندل شي. ترمپ خبریالانو ته وویل: «باید نه وژنه وای او نه یې هم د پټولو هڅي، ځکه چې دا کار باید هیڅ نه وای شوای.»

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل: «بد کار، باید هیڅکله یې فکر نه وای شوی [...] کوم کس په رښتیا چې ډیر خراب کړی. او بیا یې د دې موضوع د پوښلو تر ټولو بده هڅه کړې.»

د نومونو ښول

نه ترمپ او نه هم اردوغان، په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې ده چې په اصل کې څوک د دې پيښي مسئول وو. خو ترمپ په خپلو خبرو کې روښانه کړې ده چې په سعودي عربستان کې ولیعهد، چارې پر مخ وړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، وویل چې واشنګټن به د سعودي په حکومت او امنیتي کړیو کې ځيني داسې کسان په نخښه کړي دي چې په خبره یې په قتل کې ښکیل ول. زیاته شوې ده چې له دغو کسانو څخه د امریکا ویزې اخیستل شوي، او هغه چې یې ویزې نه لري، په راتلونکې کې هم ورته د امریکا ویزې نه ورکول کیږي. یوه چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو ۲۱ کسانو له ډلې څخه ډیر یې د امریکا متحده ایالاتو ویزې لري.

پمپیو وویل: «موږ دا خبره روښانه کوو چې امریکا متحده ایالات داسې ظالمانه اقدام نه شي زغملای چې په پایله کې یې ښاغلي خاشقجي، چې یو خبریال وو، په تاوتریخوالي سره له مخه چپ شوی دی.»

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، د رواني اوونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې سعودي عربستان ته به د وسلو د پلورلو بهیر وځنډوي. په عین حال کې د آلماني شرکت زیمنس، په ګډون ډیرو نورو شرکتونو او چارواکو د سعودي عربستان د پانګونې په کنفرانس کې هم له ګډون څخه ‌ډډه کړې ده.

نور بندیزونه؟

پمپیو په خپلو خبرو کې د ولسمشر دونالد ترمپ په شان د امریکا او سعودي د اړیکو پر ارزښت باندې ټینګار وکړ. خو هغه بیا هم وویل: «خو جزايي اقدامات به د دې موضوع په اړه د امریکا متحده ایالاتو وروستی اقدام نه وي.»

تر اوسه پورې په سعودي عربستان کې د جمال خاشقجي د وژل کیدو په تړاو ۱۸ کسان نیول شوي او پنځه تنه لوړپوړي دولتي چارواکي بیا له دندو ګوښه شوي دي

ویل کیږي چې ترکیه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې د جمال قاشقجي د وژل کیدو غږیز ثبوت لري. دغه ثبوت لا تر اوسه پورې نه دی خپور شوی. د انقرې امنیتي چارواکي وايي، کله چې قاشقجي قونسلګري ته ننوت نو، ۱۵ کسانو هغه ونیوه چې یوازې څو ساعته مخکې په شخصي جټ الوتکو کې ترکیې ته رسیدلي ول.