1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»اماراتو کي بند بعضي افغانان به امريکايي ويزه ترلاسه نکړي«

۱۴۰۰ اسفند ۱۴, شنبه

يوه لوړپوړي امريکايي ديپلومات د کابل تر سقوط څو مياشتې وروسته له هغو افغانانو بښنه غوښتې چې متحده عربي اماراتو ته وړل شوي ول.

https://p.dw.com/p/483SC
Vereinigte Arabische Emirate | Ankunft Afghanische Flüchtlinge | Royal Air Force
انځور: Giuseppe Cacace/AFP/Getty Images

دغه ديپلومات له بند پاتې شوو افغانانو سره د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۴مه) وغږېد او ژمنه يې وکړه چې ځينو ته به يې متحده آيالاتو ته د تللو بهير چټک کړل شي. خو هغه اعتراف هم وکړ چې دا بهير به ټولو ته ښايي ممکن نه وي تر څو چې چارواکي د خلکو د هويت او شاليد د تائيدولو له پاره کار کوي. دغه ليدنه داسې مهال کيږي چې امريکا تر اوسه لا د لسونو زرو هغو خلکو سره د چلن په هکله غور کوي چې د افغانستان د پخواني حکومت په وروستيو ورځو کې الوتکو ته ختلي ول. دا د شلو کلونو د هغې تجربې پای وو چې د متحده آيالاتو په ملاتړ يوه نوې زېږېدلې دموکراسي د طالبانو د سخت دريځ حاکميت په ذريعه د منځه ولاړه.

له افغانانو سره تر ليدنې وروسته دغه ديپلومات او نورو چارواکو د نوم نه اخيستلو په شرط له ژورناليستانو سره خبرې وکړې چې »د مطرح شويو موضوعګانو حساسيت او جاري توب« ته يې اشاره پکې وکړه. ياد ديپلومات د ځنډ له کبله معذرت وغوښت او خپله شخصي نارضايتي يې څرګنده کړه. خو دغه چارواکي په دې هم اعتراف وکړ چې ځينې افغانان چې ژورناليستان او څارنوالان هم پکې شامل دي، به ښايي هيڅکله هم د متحده آيالاتو له پاره ويزې تر لاسه نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په زرګونو دغو افغانانو د خپل نامعلوم وضعيت له کبله احتجاجونه هم کړي دي.

»اصلي ستونزه دا ده چې هيڅوک نه پوهيږي چې اوس څه تر سره کيږي.« دغه خبره احمد شاه محبي وکړه چې د »رايس تو پيس« په نوم د يوې ډلې بنسټګر دی چې هڅه کوي هلته له افغانانو سره مرسته وکړي. د هغه په نظر »متحده آيالات اخلاقي مسئوليت« لري چې له افغانانو سره دلته کمک وکړي. تقريبا ۱۲ زره افغانان د محبي په خبره په ابو ظبۍ کې دي چې لس زره ورڅخه د اماراتو په بشردوستانه ښارګوټي او ۲۰۰۰ نور په پلازمېنه کې د تصاميم په نوم د کارګرانو په ښارګوټي کې اوسيږي. دوی د هغو خلکو يوه نمونه يي برخه ده چې تېر کال په اګست کې د طالبانو له چټک پرمختګ څخه وتښتېدل چې ژورناليستان، قاضيان، څارنوالان، د ال جي بي ټي کيو د حقونو فعالان او مذهبي او توکميزې لږکۍ پکې د محبي په خبره شاملې دي.   

Jahresrückblick BG 2021
د تخليې پر مهال له افغانستان څخه وتونکي افغانان په پوځي الوتکه کېانځور: Chris Herbert/US Airforce/AFP

نوموړي زياته کړه چې اته امريکايي اتباع او درې دايمي اقامت لرونکي هم په ښارګوټي کې پاتې کيږي ځکه چې نه غواړي د خپلې کورنۍ غړي پرېږدي چې د امريکا متحده آيالاتو له پاره ويزې نه لري. امريکايي چارواکو د محبي دغه ارقام رد نه کړل. په ابو ظبۍ کې د مېشتو افغانانو تر منځ پخواني سرتېري هم شتون لري چې ځانونه په »صفر« واحدونو پورې مربوط راپېژني. د هغوی شمېر د فاميل د نورو غړو په شمول ۲۵۰۰ تنو ته رسيږي. د »صفر« يا »تروريزم ضد د تعقيب ټيمونه« چې امريکايانو ورته ويل، د سي آی اې له خوا تنظيم شوي ول او د طالبانو ضد په اوږده جګړه کې يې برخه لرله. دوی هغه څه تر سره کړي چې د بشري حقونو د څار ډله ورته »ځورونکې« د شپې چاپې وايي چې خپلسرې وژنې او هوايي بريدونه پکې هم شامل ول چې په افغانستان کې يې د خلکو غوسه راوپاروله.

اسوشيتد پرېس ته په يوه بيان کې سي آی اې د دغه واحد پر ضد د ځورونې تورونه رد کړل او ويې ويل چې د ملکي تلفاتو د کمولو او د خپلو شريکانو د ځواب ورکولو له پاره استثنايي تدابيرو ته اړتيا ده. په خبره يې »د دغو ځواکونو په اړه يوه غلطه کيسه موجوده ده چې د کلونو په اوږدو جاري پاتې شوې ځکه چې طالبانو د پروپاګانډ يو سيستماتيک کمپاين ورته کړی وو.«

د تخليې الوتنو تر نومبر مياشتې پورې دوام درلود خو بيا يو دم ودرول شوې، چې له کبله يې په زرګونو کسان په ابو ظبۍ کې بند پاتې شول. په لسګونو زره نور کسان په افغانستان کې هم لا شا ته پاتې دي. ياد لوړپوړي امريکايي چارواکي دا هم وويل چې د کډوالو په منځ کې د شري دوه څپې، د کرونا ويروس د واکسيناسيون په هکله اندېښنې او وروسته بيا د متحده آيالاتو د ناروغيو د کنترول د مرکز له خوا د بشپړو طبي معايناتو غوښتنې امريکا ته د افغانانو د انتقالولو بهير را ورو کړی دی.

آ./ن.ص./ا.ا.