امريکا د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه د روسیې نومول رد کړي
۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبهد امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت کمېټې د اطلاعاتو مشر جان کيربي ويلي دي چې د امريکا حکومت د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه د روسیې د نومولو کوم پلان نه لري.
د کيربي تر دې څرګندونو يوه ورځ دمخه ولسمشر جو بايدن خبريالانو ته ويلي ول چې اداره به یې روسيې ته دا حيثيت ور نه کړي. خو بایدن په دې اړه نور جزيات په ډاګه کړي نه دي.
کيربي خبريالانو ته وويل: «موږ په دې آند يو چې دا به د روسیې حساب کتاب ته راکش کولو د دوام له پاره ښه، ګټوره او تر ټولو اغېزمنه لاره نه وي.»
نوموړي وويل چې د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه د روسیې نومول په هغه صورت کې چې روسیه بيرته له اوکراين سره د خبرو اترو ميز ته را وګرځي، د اوکراين پر دريځ منفي اغیزه کولی شي.
په اوکراین کي ۱۰۰ ورځي جنګ او پر نړۍ يې اغېز
د امريکا حکومت په تړاو څرګندونې تر هغه وروسته وکړې چې د اوکراين حکومت او د پارلمان غړيو یې له امريکا څخه غوښتنه کړې وه چې روسيه دي د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه ونوموي.
امريکا په دې وروستيو کې څلور هيوادونه د ترهګرۍ د ملاتړو هيوادونو په نوملړ کې شامل کړل. دغه هيوادونه سوريه، ایران، شمالي کوريا او کيوبا دي چې پر ټولو امريکا بندیزونه لګولي دي.
اردوغان: ترکېه کولی شي د زاپوريژیا اتومي بټۍ په مسئله کې منځګړيتوب وکړي
م.م: د زاپروږيا اتومي بټۍ شا او خوا دې امنيتي ساحه وګرځوله شي
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د اوکراين په جنوب کې د اوکراين د زاپروږيا اتومي بټۍ شا او خوا ساحه د محافظتي ساحې په توګه د نومولو غوښتنه کړې ده.
د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان مشر رافايل ګروسي زاپرويږيا ته د يوې پلټونکې ډلې تر استولو څو ورځې وروسته د امنيت شورا ته خبرداری ورکړی دی: «موږ له اور سره لوبيږو او کيدای شي يو ډېر ډېر خطرناک ناورين رامنځته شي.»
د امنيت شورا په غونده کې ګوتېررش دا غوښتنه هم وکړه چې د روسي او اورکراين ځواکونه دي پر یوې «غير نظامي ساحې» سره سلا شي.
د ګوتيررش په حواله په دې کې بايد دا «ژمنه هم شامله وي چې روسي ځواکونه بايد له دغه ساحې څخه خپل پرسونل او تجهیزات وباسي او اوکراين بايد دا ژمنه وکړي چې خپل پوځونه به دغه ساحې ته نه داخلوي.»
ټرس د زيلنسکي بلنه منلې ده
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د بریتانيا نوې صدراعظمې ليز تروس ته د اوکراين د سفر بلنه ورکړې ده. زيلنسکي ويلي دي چې دا به د لومړۍ وزیرې په توګه د يوه ولسمشر سره د هغې لومړۍ خبرې اترې وې.
د بريتانيا د حکومت په حواله ټرس اوکراين ته د سفر بلنه منلې ده. زياته شوې ده چې نوموړې همداراز د اوکراين له آزادۍ او ديموکراسۍ څخه د بريتانيا پر ثابت ملاتړ هم ټينګار وکړ.
په خارکيف کې د میزايل بريد درې کسان وژلي
د خارکيف ګورنر اولې سينهوبوف ويلي دي چې د سې شنبې په ورځ د خارکيف سيمې پر مرکز او شمالي سيمه کې پر يوه کلي د روسيې په دوو بريدونو کې درې ملکيان وژل شوي دي.
نوموړي وويل چې د روسیې راکټي بريد د استوګنې يوه ودانۍ ويجاړه کړې ده او يوه ۷۳ کلنه مېرمن یې وژلې ده.
د خارکيف په زولوشیف کلي کې هم د بريدونو په نتيجه کې دوه نارينه وژل شوي دي. دغه کلی د سيمه ایز مرکز او د روسیې د سرحد ترمنځ پروت دی.
ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)