ام. ټي. ان مخابراتي شبکه افغانستان کې خپل فعالیت دروي
۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعهد طالبانو د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، MTN مخابراتي شرکت غواړي په افغانستان کې خپل سوداګریز فعالیتونه محدود کړي. د دې شبکې چارواکو څه موده مخکې پریکړه کړې چې تردې وروسته به یې د سوداګریزو فعالیتونو ډېر تمرکز په افریقايي هېوادونو وي.
د طالبانو حکومت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پر خپله ټویټرپانه لیکلي: «د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست الحاج مولوي نجیب الله حقاني د ام. ټي. ان مخابراتي شرکت مسؤلینو سره انلاین ناسته کې په دې خبرې کړي چې دوی غواړي د افغانستان په شمول آسیاي هېوادونو کې فعالیت محدود کړي.»
الکوزي زیاته کړې، ام ټي ان ډاډ ورکړی چې شرکت به یې په افغانستان کې احتمالي رانېونکي ته په مسؤولانه ډول ولېږدول شي او د لېږدونې ټولې چارې به یې د اترا ادارې او د طالبانو حکومت د منظورۍ سره سم ترسره کیږي.
د MTN مخابراتي شرکت چارواکو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو محدودولو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي. هڅه مو وکړه چې په افغانستان کې د ام. ټي. ان شرکت د فعالیتونو درېدو د لاملونو په اړه د دې شبکې د چارواکو نظر واخلو، خو د مکررو هڅو سره سره مو هم ځواب ترلاسه نه کړ. د دې شبکې چارواکو مخکې ویلي چې د افغانستان سربیره له سوریې او یمن څخه هم وځي.
MTN په افغانستان کې د ترهګرو په مالي ملاتړ تورنه مخابراتي شبکه
د روان کال په اپریل میاشت کې په امریکا کې داسې شکایت ثبت شوی چې ګواکې ام ټي ان القاعده او طالبانو ته تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو ډېرې پیسې ورکړي، ترڅو د هغوی انتونه ویجاړ نه کړي. دا شکایت د هغو کورنیو په استازېتوب ثبت شوی، چې افغان جګړه کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یا ټپیان شوي.
«طالبانو په بادغیس کې بریښنا او مخابراتي خدمتونه قطع کړي»
ام ټي ان مخابراتي شرکت د اصلي شکایت د دفع کولو له پاره د امریکا محکمې ته عریضه وړاندې کړې او استدلال یې کړی دی چې یاده محکمه د ام. ټي. ان د عدلي تعقیب حق له دې کبله نه لري، ځکه چې دغه شرکت په امریکا کې فعالیت نه لري او دا چې دغه شرکت داسې کوم عمل نه دی کړی چې په امریکا متحده ایالاتو کې د ترهګرۍ ضد قانون مات کړي.
د افغانستان پنځه مخابراتي شرکتونه جريمه شوي دي
په شکایت کې ادعا شوې چې MTN به د طالبانو په سپارښتنه د شپې پرمهال خپل مخابراتي فعالیتونه درول چې په دې سره به د امریکا اطلاعاتي عملیات له ځنډ او خنډ سره مخ کېدل.