المان خپله لومړي لوبه وګټله
۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبهد ښځینه فتبال د نړیوال جام لومړي لوبه د برلین په «اولمپیا لوبغالي» د کاناډا او المان د ټيمونو تر منځ وشوه چی د ۷۳۶۸۰ کتونکو لخوا تعقیب کیده.
المان کاناډا ته په دوه ګولونو ماتې ورکړه او په دې ډول یې د ګروپ «ای» په سره کې ځای خپل کړ.
که څه هم په سر کې د کاناډا د لوبغاړو په وړاندې د المان لوبغاړو یو څه وارخطا لوبه تر سره کړه خو بیا هم بریا د المان د ټیم په برخه شوه. د المان لوبډلې دوه ګوله او د کاناډا لوبډلې یو ګول ووهه.
د المان د ټیم روزونکي، سلویه نايډ، په خپل بري خوښي څرګنده کړه خو په مجموعي توګه یې د خپل ټیم لوبه ښه ونه ارزوله.
د یکشنبې په ورځ د ګروپ«ای» دوه لوبې تر سره شوې چې په بلي لوبي کي فرانسه بریالې شوه. په دې سیالیو کې شریک شپارلس ټیمونه په څلورو ګروپونو تقسیم کړای شوي دي.
نن به د جاپان او د انګلستان د ټيمونو تر منځ او سبا به د ګروپ «سي» د لومړېو لوبو په ترڅ کې د امریکې متحده ایالتونو او شمالي کوریا تر منځ لوبي ترسره شي.
د المان د فټبال ښځينه ډله د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کال د فټبال د نړۍ وال جام کټونکی ده او په دریم ځل د دې اعزاز د خپلولو په لټه کې ده. کارپوهان هم په دې اند دي چې د الماني لوبډله د کټولو ښه چانسونه لري.
دویچه ویله/ بریښنا صابر
کتونکی: مسعود جهش