افغانستان کې د دوو رسنیو انټرنیټي پاڼو تړلو ته غبرګونونه
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سهشنبه«۸ صبح» ورځپاڼې ددې رسنۍ د انټرنیټي فعالیتونو د ځنډولو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د وینا په خپلواکۍ باور نه لري.
دې ورځپاڼې ویلي چې د مخابراتو وزارت د «سیاسي دلایلو» له مخې د هغوی انټرنیټي سایټ ورتړلی دی.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تېرې یکشنبې شپې راهېسې د ۸ صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا په نوم ځايي رسنیو انټرنیټي فعالیتونه ځنډولي دي.
زاویه میډیا هم د هغوی د فعالیتونو ځنډولو ته په غبرګون کې دا د بیان آزادی خلاف عمل بللی دی.
د زاویه نیوز لخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې طالبان دې پر خپلې دغې پریکړې له سره کتنه وکړي.
اعلامیه لیکي: «له واکمنېدو راهيسې د طالبانو هڅه داده، چې د خلکو غږ او د واقعیتونو انعکاس خاموش کړي، خو زاويه نيوز د ولسي سرچينو پر اساس، د ولس غږ خاموشۍ ته نه پرېږدي.»
د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو حکومت باید ددغو دوو رسنیو د انټرنیټي سایټونو د بندولو پر پریکړه له سره غور وکړي.
اعلامیه کې راغلي:«دا ډول چلند د رسنیو د خپرونو په چارو کې بندیز او سانسور ګڼل کیږي.»
اړوند مطالب:په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی؛ له طالبانو تازه غوښتنې
د بخښنې نړېوال سازمان هم پر خپله ټویټرپاڼه د طالبانو دغه اقدام د بیان پر آزادی برید بللی دی.
«پر خپلواکو رسنیو، د وینا په آزادی او ټولېدو باندې د طالبانو پرله پسې بریدونه، د خپلو مخالفینو د ځپلو یو بل ثبوت دی.»
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم منلې چې د هشت صبح او زاویه نیوز خبري شبکو ویبسایټونه یې ورتړلي دي.
اړوند مطالب:په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي
ددغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي یې د تړلو د لامل په اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«هشت صبح او زاویه نیوز خبري شبکې چې د افغانستان اسلامي امارت مشرانو پورې یې دروغجن تورونه تړل، بې توازنه راپورونه او کاذب خبرونه یې خپرول، د یوې فیصلې پر بنسټ یې وبسایټونه وتړل شول.»
خو نۍ یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې ویلي چې که دغو رسنیو نشراتي سرغړونې کړې وي، نو باید په اړه یې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون ته رسمي شکایت وشي.
طالبانو د پخواني حکومت د رسنیو قانون پر بنسټ، د رسنیزو سرغړونو کمېسیون جوړ کړی، چې طالب چارواکو وار له مخه دغه قانون له یو لړ بدلونونو سره منلی دی.
د مخابراتو وزارت له ویاند مو وپوښتل چې د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه نیوز رسنیو د انټرنیټی فعالیتونو تر ځنډېدو وړاندې یې ولې رسنیزو سرغړونو شکایتونو کمېسیون ته شکایت نه دی کړی؟ خو هغه په دې اړه ځواب ورنه کړ.