افغانستان کې د امریکا د برید خلاف لاریونونه شوي
۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعهپه ټولنيزو رسنيو کې خپاره شويو انځورنو کې ليدل کيږي چې لاريون کوونکي له ځانونو سره داسي بنرونه لېږدوی چې »مرګ پر امريکا« او د امريکا ولسمشر جو بايدن دروغجن دی پرې ليکل شوي ول.
دغه لاريونونه يوه ورځ وروسته له هغه ترسره کيږي چې طالبانو وويل چې د دوی حکومت افغانستان ته د الظواهري د راتګ او اوسېدو په اړه هيڅ معلومات نه لري او امريکا متحده ايالاتو ته يې ګواښ وکړ چې پر افغانستان باندي دغه شان بريد بيا تکرار نه کړي.
د امريکا متحده ايالاتو د معلوماتو له مخي څو ورځي وړاندي يې د کابل په زړه کې د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري د يوه کور په برنډه کې د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وواژه.
د امريکا پر دغه بريد باندي تر افغانستان دباندي هم نيوکي شوي دي، خو امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چې طالبانو الظواهري ته په ځای ورکولو سره د دوحې تړون مات کړی دی. د دوحې په تړون کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو پر وتلو باندي توافق شوی چي په مقابل کي به يې طالبان له القاعدې سره خپلي اړيکي شلوی او هغوی ته به ځای نه ورکوي.