افغانستان په لومړي ځل له ۱۹ کالو کمو لوبغاړو د اسیا کپ وګته
۱۳۹۶ آبان ۲۸, یکشنبهد کریکټ نړیوالې شورا د له نولسو څخه کم عمر لرونکو لوبډلو د اسیا په جام کې افغانستان پای لوبه وګتله او په دې ترتیب سره یې دغه کپ خپل کړ. پای لوبه د پاکستان پر ضد وه او لومړی افغانستان د منډو په جوړلو پیل وکړ. افغانستان په ۵۰ اوورونو کې ۲۴۸ مڼدې جوړې کړې.
تر ټولو زیاتې منډې د اکرام فیضي ۱۰۷ وې. تر هغه وروسته د رحمان ګل ۴۰ او ابراهیم ځدران ۳۶ منډو افغانستان د یوه ښه هدف د ټاکلو پر لور بوتله. دا هدف ځکه ډیر ښه وو چې په دې تورنمنت کې افغانستان د توپ وهونې په پرتله د توپ اچوونې په برخه کې ډیر ښه ځلیدلی دی.
د پاکستان پر وړاندې پای لوبه هم له دې استثنأ نه وه، ځکه افغان توپ اچوونکي وتوانیدل چې یوازې په ۲۲.۱ اورونو او د ۶۳ منډو په ورکولو سره د پاکستان ټول لوبغاړي وسوزوي او په دې ترتیب سره د ۱۸۵ منډو په توپیر دغه اتلولي خپله کړي.
تر ټولو ښه توپ اچوونه د مجیب وه، چې په ۷.۱ اورونو کې یې د ۱۳ منډو له ورکولو سره د پاکستان ۵ لوبغاړي وسوځول. تر هغه وروسته قیص احمد هم په شپږو اورونو کې درې لوبغاړي له لوبې بهر کړل. وفادار بیا یو لوبغاړي وسوځاوه او په دې ترتیب سره د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳م اوور او یوازې د ۶۳ منډو له جوړولو سره وسوځیږي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د اسیا کپ ګټي چې په کې هندوستان، بنګله دیش، پاکستان، نیپال، مالیزیا، سریلانکا، متحده عربي امارات او افغانستان ګډون کوي.