افغانستان: سیلابونو يوه ورځ کې ۶۲ کسان وژلي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۲, شنبهله طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې سیمه ایز مشر هدایت الله همدرد د جمعې (د می میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته وویل: «په بغلان ولایت کې د نني سیلابونو له کبله د تلفاتو شمیر ۶۲ تنو ته لوړ شوی دی.» نوموړي زیاته کړه چې کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.
په لومړي سر کې د مړو شمیر ۵۰ تنه ښودل شوی و. له طبعي پيښو سره د مبارزې ادارې په وینا د جمعې ورځې د سیلابونو په قربانیانو کې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
په ډیرو سیمو کې سیلابونه په داسې وخت کې را وتلي دي چې خلکو ورته هیڅ ډول امادګي نه درلودله. ژغورونکې عملې د پولیس او پوځ په همکارۍ د خټو او ویجاړو شوو کورونو د خځلو لاندې د نورو احتمالي قربانیانو پسې لټون جاري ساتلی دی.
په انټرنټي پاڼو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په کوڅو او سړکونو کې په پراخه کچه د سیلاب خړې اوبه جریان لري.
د اپریل میاشتې له نیمایي څخه د افغانستان په لسو ولایتونو کې جاري شوو سیلابونو تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژلي دي.
د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، سخت دریځه طالبانو په افغانستان کې واک په خپل لاس کې نیولی دی. له هغه وخت راهیسې ډیر شمیر هیوادونو او مرستندویه سازمانونو له دغه بې وزله هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي دي.
په دغه هیواد کې له طبیعي پيښو او ناورینونو وروسته، خلک تر ډیره بریده په خپل حال یوازې پریښودل کیږي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا