افغانستان: د ولسمشرۍ ټاکني ښايي په اپريل کې وشي
۱۳۹۷ مرداد ۹, سهشنبهد ولسمشریزو ټاکنو د نیټې په اړه په داسې وخت کې څرګندونې کیږي چې افغانستان همدا اوس په اکتوبر میاشت کې د پارلماني ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي. خو پر دغو ټاکنو باندې لا وختي د درغلیو تورونه لګول شوي دي او یو شمیر سیاسي ګوندونه وایي چې لا وختي د درغلیو له پاره لاره اواره شوې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو له پاره نوماندان تر نوامبر میاشتې پورې د نوم ثبتولو اجازه نه لري، خو همدا اوس لا سیاسي ډلې سیاسي مانورونه کوي چې راتلونکو ټاکنو ته چمتوالی نیسي. تمه کیږي چې ولسمشر غني به هم د یوې دویمې دورې له پاره ځان کانديد کړي.
افغانستان وروستی ځل په ۲۰۱۴م کال کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي چې په پایله کې یې دواړو مخکښو کانديدانو د بریا ادعا وکړه او هیواد له یوه کړکیچ سره مخامخ شو.
د ټاکنو په اړه جنجالونه یوازې تر هغه وروسته پای ته ورسیدل چې د امریکا متحدو ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، افغانستان ته راغی او د دواړو کانديدانو تر منځ یې د یوه تړون په رامنځ ته کولو سره د ملي یووالي حکومت جوړ کړ.