افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور تر ټولو امن هېواد
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبهاعلان
د ګالپ د سروې له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی دی.
خو د دغې ادارې د تېرې سروې پر تله په افغانستان کې خلک یو څه د خوندیتوب احساس کوي. په دې سروې کې زیاتره نارینه ګډونوال دا احساس لري.
د ګالپ څېړنیز انسټیټیوټ دغه سروې په ۲۰۲۱ کال کې په ۱۲۰ هېوادونو کې د نړیوال قانون او نظم تر عنوان لاندې ترسره کړې او له ۱۲۷ زره ګډونوالو څخه یې پوښتلي چې ایا پر پولیسو باور لري او ایا د شپې په اوږدو کې د یوازیتوب پر مهال ځان خوندي احساسوي او که نه؟