افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا بیا پرې شوې
۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبهد افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، وارداتي برېښنا په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله له پرون مازیګره پرې شوې ده.
ددغه شرکت په یوه اعلامیه کې راغلي:« د ازبکستان برېښنا مسئولینو په خبره د برېښنا ستونزې ژر حل لپاره هڅه کوي.»
تردې وړاندې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي ول، چې ازبکستان ورسره د برېښنا تړون غځولو پرمهال ژمنه کړې، چې له دې وروسته به پر افغانستان خپله وارداتي برېښنا نه کموي.
د دغه تړون له مخې، ازبیکستان ۴۴۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي.
څه موده وړاندې ازبیکستان د دې برېښنا کچه ۲۰۰ میګاواټو ته راکمه کړې وه.
آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟
د برېښنا شرکت وايي، اوس چې بیا د تخنیکي ستونزو له امله د ازبیکستان وارداتي برېښنا پرې شوې، نو د ستونزې چټک هواري لپاره یې کابل ته د تاجکستان ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا نښلولې.
دغه شرکت زیاته کړې: «کندز او تخار ولایتونو ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا نښلول کیږي.»
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.