افغانانو د روژې په میاشت کې پر انترنت څه پلټلي؟
سږ کال د روژې میاشت د کرونا له وبا سره یوځای وه او په زیاتره سیمو کې د کرونا له کبله ښارونه، بازارونه، دولتي او تعلیمي مراکز تړلي وو. په دې ګالرۍ کې به ووینئ چې افغانانو په روژه کې پر انترنت کوم موارد ډیر پلټلي دي.
اول مقام: بالا خاتون
رابعه بالا خاتون د عثماني امپراتورۍ د لومړي عثمان میرمن وه. هغه د اده بالي لور او د علا الدین پاچا مور وه. په دې وروستیو کې یو ترکي سریال چې د عثماني خلافت په هکله دی، مشهور شوی دی.
دوهم مقام: helms.edu.af
د کرونا وبا له کبله کله چې حکومت د تعلمي ادارو د بندولو پریکړه وکړه، انلایني یا د انترنت او تلویزیون له لارې د زده کړو بهیر پیل شو. د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د http://helms.edu.af په نامه یوه انترنتي پاڼه جوړه کړه چې پکې ښوونکي او شاګردان تعلیمي موادو ته لاس رسی پیدا کوي.
دریم مقام: شب قدر
په دریم مقام کې د روژې میاشتې پرمهال افغانانو پر انترنت په ځانګړې توګه پر ګوګل د شب قدر يا د قدر د شپې په هکله ډیره پلټنه کړې ده.
څلورم مقام: سریال عثمان
سریال عثمان هم د ترکيې هیواد اړوند یو تاریخي سریال دی چې د عثماني خلافت په هکله جوړ شوی دی.
پنځم مقام: ozge torer
اوزګه توریر د عثماني خلافت په هکله د ترکیي د جوړ کړي تاریخي سریال یوه ترکي لوبغاړې ده.
شپږم مقام: Irfan Khan
عرفان خان د هندي سینما وتلی ستوری دی چې څو اونۍ وړاندې د هندوستان په ممبيي ښار کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله ومړ. هغه د افغانانو ترمنځ ډیر محبوبیت درلود.
اووم مقام: mis.shifa.edu.af
د mis.shifa.edu.af په نامه دغه ویبپاڼه چې د شفا د لوړو زده کړو د موسسې اړوند ده، په افغانستان کې په اوم مقام کې ډیره کتل شوې پاڼه ده.
اتم مقام: عثمان
له دغې کلمي داسې ښکاري چې افغانانو به د عثماني خلافت او یا د عثماني خلافت د ترکي سریال په هکله پلټنه کړې وي.
نهم مقام: darya.net
د darya.net په نامه دغه ویبپاڼه په افغانستان کې خپلو کتونکو ته ویډیويي خپرونې لري.
لسم مقام: سیستم دانشگاهی سیب
کله چې په ګوګل کې دغه جمله وپلټل شي نو د خاتم النبین په نامه د یوه خصوصي پوهنتون ویبپاڼه پرانیستل کیږي.
نوټ: دغه معلومات د ګوګل ټرینډ (https://trends.google.com) له ویبپاڼې اخیستل شوي. دغه ویبپاڼه چې د ګوګل شرکت اړوند ده په ټولو هیوادونو کې پر انترنت باندې د پلټل شویو کلماتو او عبارتونو لست را ټولوي.