افغان کريکټ ملي لوبډلي د پاکستان لوبډلي ته ماته ورکړه
۱۳۸۹ آذر ۴, پنجشنبهد افغانستان د بدني روزني د کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني دويچه ويلي ته وويل چي افغان ملي لوبډلي تيره ورځ د هانگ کانگ د کريکټ لوبډلي ته په ماته ورکولو سره نيمه پايلوبي ته لاره پيدا کړه او په هغه کي يې نن پاکستان ته ماته ورکړه چي پايلوبي ته هم ووتله.
د رحماني په خبره پچه د پاکستان ټيم وگټله او افغان لوبډلي ته يې د بيټينگ بلنه ورکړه، چي افغان لوبډلي و کولای سوای په ۲۰ اورو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۶ منډي جوړي کړي.
وروسته بيا پاکستان ۱۰۳ منډي جوړي کړې چي افغانستان په ۲۳ منډو دغه لوبه وگټله.
افغانستان به سبا په پای لوبه کي د بنگلدېش هيواد سره لوبه کوي.
افغان ملي لوبډله پاکستان ته په داسي حال کي ماته ورکوي چي د پاکستان د ملي لوبډلي ريزرف ټيم هم ورسره ملگری او درې ته د ملي لوبډلي ور سره ول.
د پاکستان ټیم ته په ماته ورکولو سره ټول افغانان د هيواد په گوټ گوټ کي په اتڼونو پيل کړی او هر ځای ملي نغمې او ترانې اورېدل کیږي.
په کابل کي د دويچه ويلي المان ږغ راډیو خبريال وايي چي په د ښار پر لويو واټو جوپه جوپه ځوانان تر سترگو کيږي چي يو بل ته د مبارکۍ په ورکولو خوشحالۍ کوي.
د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي په ډير لږ وخت دومره واټن وهلي چي د نړۍ لومړۍ درې لوبډلي ورته گوته په غاښ پاته دي.
ياده دي وي چي د بنگلدېش په لوبډله کي د هغوی د لومړۍ ملي لوبډلي څو کسان سته او د لومړۍ لوبډلي ريزرف ټيم يې ورسره دی.
خو لوبه لوبه ده څوک نسي ويلای چي بنګلدېش يې سل په سلو کي گټي.
په دې اسيايي لوبو کي په لومړي ځل د افغانستان څخه په ۱۳ رشتو کي لوبغاړو گډون کړی او تر اوسه د تيکواندو په برخه کي يو د سپينو او يو د برونزو مډالونه گټلي.
د بدني روزني د کمېټې د وياند په خبره د کريکټ تر څنگ د غېږنيوني او کراتې په برخو کي هم د مډالونو د تر لاسه کولو په تمه دي.