افغان معلوله لامبوباز، نړیوالو لوبو ته د لار موندنې په هیله
ملک محمد د افغانستان د معلولانو د لامبوبازانو د تیم غړی دی چې دغه ورزش یې په ډیرې سختۍ زده کړی. هغه هیله لري چې په نړیوالو سیالیو کې د خپل هیواد استازيتوب وکړي. (انځورونه، د رویترز له خبري آژانس څخه)
د افغانستان د استازیتوب هیله
ملک محمد ۲۴ کاله عمر لري. تر هغه وروسته چې هغه مصنوعي پښې ترلاسه کړې نو په ژوند کې یې یو نوی پړاو پیل شو. اوس هغه د افغانستان له پاره د ویاړ راوړلو هیله لري.
په ۱۱ کلنۍ کې معلولیت
ملک محمد ۱۱ کلن وو چې پر یوه ماین برابر شو او خپلې دواړه پښې یې له لاسه ورکړې. هغه وایي: «کله چې مې پښې له لاسې ورکړې نو په یوه وحشتناکه حالت کې یم. کله چې به مې د راتلونکې په اړه فکر کاوه نو ډیر بد وضعیت به مې لره.»
هغه فرصت چې ژوند ته یې بدلون ورکړ
د ملک محمد ژوند تر هغه وروسته بدل شو چې یوه امریکایي چارواکي یې په امریکا کې د درملنې او زده کړې چانس برابر کړ. تر اتو کلونو وروسته د هغه مصنوعي پښې زړې شوې او یو امریکایي کلنیک حاضر دی چې ده ته نوې پښې جوړ کړي. خو امریکا متحده ایالاتو تیر کال هغه ته په دې دلیل چې حاضر نه دی خپل هیواد ته بیرته ستون شي ویزه ور نه کړه.
د لامبو پیل
هغه هلته لامبو زده کړه او اوس کابل کې چمتوالی نیسي چې د ۲۰۲۰ کال د پارالمپیک په لوبو کې ګډون وکړي. دغه لوبې په توکیو کې ترسره کیږي.
په عمومي حوض کې لامبو
د افغانستان د معلولینو د لامبو د ملي تیم درې غړي د کابل په یوه عمومي حوض کې تمرین کوي. هغوی له حکومت څخه ډیر کم ملاتړ تر لاسه کوي. یو کس اوس په داوطلبانه توګه چمتو شوی چې هغوی ته روزنې ورکړي.
اداري ستونزې
محمد هیله لري چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې په مکسیکو کې د لامبو په سیالیو کې ګډون وکړي. خو د اداري ستونزو له کبله د هغو د ګډون غوښتنلیک ځنډیدلی دی.
د اوپو بر سر آرامتیا
محمد وایي: «زما له لا پاره د سیالیو ګټل یا بایلل مهم نه دي. زما له پاره همدا د ویاړ خبره ده چې د پښو پر نه لرلو سربیره هم لامبو کولای شم او د اوبو پر سر د آرامتیا احساس وکړم.»
د استعداد خاوند
محمد جواد چې د ملک روزونکی دی وایي: «ملک یو بااستعداد ځوان دی او تر دې مخکې یې هم په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی. خو که دا ځل هغه خپله ټوله هڅه وکړي نو ډاډه یم چې د خپل هیواد له پاره به په پارالمپیک کې ښه پایله به ترلاسه کړي. »
عباس کریمي، سرمشق
دغه معلول عباس کریمي خپل سرمشق بولي. هغه چې په امریکا متحده ایالاتو کې اوسیږي، تر دې مخکې مډال ګټلی او اوس یې هم د مکسیکو لوبو ته لار موندلې.